د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني: ټرمپ به د صدام حسین په څیر ناکام شي


د ایران جمهور رئیس حسن روحاني وایي د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالډ ټرمپ به د ایران سره په مقابله کې د عراق د پخواني جمهور رئیس صدام حسین په څیر ناکام شي.

ښاغلي روحاني نن شنبه (سپټمبر ۲۲) وویل "ټرمپ به د صدام په سرنوښت اخته شي. ایران به د میزایلو په گډون د خپلو دفاعي وسلو پروگرام چې امریکا یې دومره په غصه کړې بند نه کړي."

ښاغلي روحاني همدارنګه وویل چې ایران د خپلو بالستیک میزایلو پروگرام هم نه بندوي.

ایران د جمعې په ورځ د هرموز په تنگي کې هوایي تمرینونه هم کړي دي او ایراني مقاماتو ژمنه کړې ده چې د ایران مخالفو هیوادونو ته به "په بیړه" ځواب ووایي.

د جمهور رئیس روحاني څرگندونې پداسې حال کې خپریږي چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ کړکیچ د ایران د اټومي تړون نه د امریکا د وتلو او پر تهران باندې د واشنگټن د نویو بندیزونو د لگولو په خاطر خورا جدي شوی دی.

د امریکا او ایران ترمنځ د کړکیچ د زیاتیدو سره سره د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي دي د جمهور رئیس په گډون د ایراني مقاماتو سره لیدنې کتنې ته حاضر دی چې د نوي اټومي تړون په اړه خبرې وکړي. خو تر اوسه ایراني مقاماتو د ښاغلي ټرمپ څرگندونو ته مثبت ځواب ندی ورکړی.

XS
SM
MD
LG