د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د اوکراین سره مرستې وځنډولې


د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دوشنبه مارچ درییمه ( کب ۱۳) په اوکراین باندې د امریکا لخوا مرستې وځنډولې.

د جمهور رئیس ټرمپ ادارې یو لوړ پوړي چارواکي امریکا غږ ته د مرستو ځنډیدل تائید کړي او ویلي یې دي چې د جمهور رئیس تمرکز په سولې باندې دی.

دې حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، "مونږ له خپلو شریکانو غواړو چې همدې هدف ته ژمن وي. مونږ خپلې مرستې ځنډو او ارزیابي کوو یې چې یقیني شي چې د حل لارې سره مرسته کوي."

د دې اعلان څخه وړاندې جمهور رئیس ټرمپ او جمهور رئیس زیلینسکي یو ځل بیا په ټولنیزو شبکو کې د یو بل پر ضد له تندې لهجې کار واخیست.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د اوکراین د جمهور رئیس ولادیمیر زیلینسکي څرګندونې چې ویلي یې دي هیواد یې د روسیې سره د جګړې پای ته رسیدو څخه لا هم ډیر لیرې دی، د هغه تر ټولو "ناوړه څرګندونې" بللي دي.

ښاغلي ټرمپ د ټروت سوشیل په شبکې کې لیکلي چې امریکایان د ډیرې مودې لپاره د اوکراین د جګړې ملاتړ "نه شي زغملی".

دا د تیرې جمعې ورځې راهیسې چې ټرمپ او زیلینسکي په سپینې ماڼۍ کې لفظي شخړه وکړه، د روسیې د جګړې پای ته رسیدو په بهیر کې د دواړو مشرانو په یو بل باندې تازه انتقادونه دي.

د اوکراین مشر په لندن کې د اروپایي هیوادونو مشرانو پراخ نظامي ملاتړ تر لاسه کولو وروسته وویل چې د روسیې سره یې جګړه ښایي ژر ختمه نشي او د متحده ایالاتو څخه یې هم د مرستو د دوام هیله څرګنده کړله.

ولادیمیر زیلینسکي ویلي، " فکر کوم د متحده ایالاتو سره به مو اړیکې دوام وکړي ځکه چې زمونږ اړیکې ضمني نه دي. زه ګمان کوم چې د متحده ایالاتو سره مو اړیکې په کافي اندازه قوي دي چې مرستې به روانې وي."

خو بل پلو بیا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د اوکراین مشر په دې نتیجه ګیري انتقاد کړی او یو ځل بیا یې هغه تورن کړی چې تر څو ورسره د متحده ایالاتو او اروپایي هیوادونو ملاتړ وي، سوله نه غواړي.

جمهور رئیس ټرمپ همدارنګه ویلي چې د اروپایي هیوادونو مشرانو هم په غونډې کې ویلي چې د متحده ایالاتو تر ملاتړ پرته اوکراین د روسیې په مقابل کې جګړه نشي کولی.

د امریکا مشر د زیلینسکي څرګندونو په غبرګون کې لیکلي چې د روسیې په مقابل کې د قوت ښودلو لپاره دا جمهور رئیس زیلینسکي غوره څرګندونې ندي او زیاته کړې یې ده "هغوي څه فکر کوي؟"

د اوکراین جمهور رئیس هم هیله څرګنده کړې چې د متحده ایالاتو او اروپایي هیوادونو په ملاتړ سره به هر څومره ژر چې امکان لري، پخپل هیواد کې جګړه پای ته ورسوي.

که له یوې خوا جمهور رئیس ټرمپ کوښښ کوي په اوکراین کې د روسیې جګړه چې د دواړو خواوو سلګونه زره سرتیري او ملکیان پکې وژل شوي ، پای ته ورسوي خو بل پلو بیا د اوکراین مشر ویره لري چې ټرمپ پداسې بڼې ددې جګړې پای ته رسولو هڅه کوي چې د کیف پر ځای پکې مسکو ته ډیر امتیاز ورکړل شي.

روسیې د اوکراین نږدې ۵ په سلو کې خاوره چې په نړیواله کچه په رسمي توګه د دې هیواد برخه بلل کیږي، نیولې ده او ورو ورو کوښښ کوي چې نورې برخې یې هم ونیسي.

پداسې حال کې چې سپینې ماڼۍ ویلي جمهور رئیس ټرمپ په اوس وخت کې د اوکراین سره د معدني موادو پر سر موافقې کولو ته چمتو ندی خو، جمهور رئیس زیلیسکي بیا ویلي چې هیواد یې له متحده ایالاتو سره د کانونو د تړون لاسلیک کولو ته چمتو دی او هغه په دې باور دی چې کولی شي د متحده ایالاتو له جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره ښې اړیکې وساتي.

په بریتانیا کې د اروپايي مشرانو له غونډې وروسته زیلینسکي خبریالانو ته وویل، هغه فکر کوي چې متحده ایالات هم چمتو دي چې د کانونو تړون لاسلیک کړي، خو ښايي "د ځینو مسایلو د تحلیل لپاره وخت ته اړتیا لري."

ټاکل شوې وه چې دواړو خواو تیره اونۍ په سپینې ماڼۍ کې یو تړون لاسلیک کړی وای، خو د ټرمپ او مرستیال جې ډي وینس سره د زیلینسکي د لیدنې پرمهال د سختو الفاظو له تبادلې وروسته تړون لاسلیک نه شو.

زیلینسکي د یکشنبې په ورځ وویل چې اوکراین د روسیې د درې کلن یرغل په وړاندې په مبارزه کې د متحده ایالاتو په مرسته حساب کوي.

ټرمپ د جمعې د ورځې په غونډه کې زیلینسکي ناشکره وګاڼه او د کانونو تړون یې د هغو میلیاردونو ډالرو مرستې د جبران یوه لاره بللې چې متحده ایالاتو اوکراین ته ورکړي دي.

ټرمپ د جګړې د ختمولو په اړتیا ټینګار کړی دی. د ټرمپ او پوتین د تیلیفوني خبرو ترڅنګ لوړپوړو امریکایي چارواکو په سعودي عربستان کې د روسیې له چارواکو سره د سولې د احتمالي تړون په اړه خبرې کړي دي او په دغو خبرو کې اوکرایني چارواکو حضور نه درلود.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG