د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او روسيې د اقتصادي او سوداګرۍ په برخه کې د همکاريو تفاهم ليک لاسليک کړی


د روسیې د لومړي وزير مرستیال الېکسي اوورچوک د سپټمبر پر ۱۸مه د پاکستان په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته تللی او د خپل سفر پرمهال یې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر سره هم په دواړخیزو مسلو خبرې کړي دي.
د روسیې د لومړي وزير مرستیال الېکسي اوورچوک د سپټمبر پر ۱۸مه د پاکستان په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته تللی او د خپل سفر پرمهال یې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر سره هم په دواړخیزو مسلو خبرې کړي دي.

پاکستان او روسيې د سپتمبر پر ۱۸ (وږي ۲۸) په اسلام اباد کې د اقتصادي او سوداګرۍ د دوه اړخيزه همکاريو په برخه کې يو تفاهم ليک لاسليک کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر ټولنيزې شبکې اېکس (پخواني ټويټر) په يو بيان کې ليکلي چې د "پاکستان مرکنټايل اېکسچېنج او د سېنټ پیټرزبرګ نړيوال مرکنټايل اېکسچېنج" ترمنځ پر تفاهم ليک باندې د دواړو شرکتونو مشرانو د هغه وزارت په ودانۍ کې په يوه غونډه کې لاسليک وکړ.

ددغه بيان له مخې تفاهم لیک د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الیکسي اوورچوک او د هغه د پاکستاني سيال اسحاق ډار په حضور کې لاسليک شو.

د خبرپاڼې په وينا، اسلام اباد د بیلاروس-روسيې-قزاقستان-ازبکستان-افغانستان-پاکستان د نړیوال ټرانسپورټ دهلېز د جوړولو او پراختیا په اړه د تفاهم ليک د الحاق اعلان هم وکړ. د الحاق سند د پاکستان له اړخه د مخابراتو وزارت معين علي شیر محسود لاسلیک کړ.

د روسیې د لومړي وزير مرستیال الېکسي اوورچوک د سپټمبر پر ۱۸مه (وږي ۲۸) د پاکستان په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته تللی دی. هغه ددغه سفر پرمهال د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر سره هم په دواړخیزو مسلو خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې اوورچوک او اسحاق ډار د پلاوو پر کچه په شويو خبرو کې موافقه وکړه چې دواړې خواوې به د سوداګرۍ، صنعت، انرژۍ، ارتباطاتو، ساینس، ټکنالوژۍ او تعلیم په برخو کې "قوي ډیالوګ او همکاري" تعقیبوي.

بيان زياتوي چې اسحاق ډار له روسيې سره د دوه اړخيزه، سياسي، اقتصادي او دفاعي خبرو اترو د زياتولو هیله هم څرګنده کړې ده.

ددغه وزارت په وينا، ښاغلي ډار د "بريكس" هېوادونو په ډله کې د غړيتوب لپاره د پاكستان له غوښتني د روسيې د ملاتړ مننه وكړه.

بريکس د مخ پر ودې اقتصادونو یوه ډله ده چې اصلي غړي هېوادونه يې برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا دي. سږ کال (۲۰۲۴ کې) په دغه ډله کې پنځه نوي هېوادونه مصر، ایتوپیا، ایران، سعودي عربستان او متحده عربي امارات هم شامل شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي د روسیې د لومړي وزير مرستیال الېکسي اوورچوک به د خپل سفر پر مهال د پاکستان له لومړي وزير شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري سره هم ليده کاته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او روسيې په تېرو څو کلونو کې د دوه اړخيزه اړیکو ښه کولو لپاره اقدامات پيل کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG