د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د دفاع وزارت: په پکتیکا د پاکستان هوايي برید بې ځوابه نه پاتې کیږي


د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سه شنبه دسمبر ۲۴ (مرغومي څلورمه) د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ د پاکستان هوايي برید "وحشیانه عمل" بللی او ګواښ یې کړی چې د پاکستان دغه اقدام ته به ځواب ورکړي.

ددغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ په بمبارۍ کې، د ماشومانو په ګډون ولسي وګړي چې زیاتره یې د وزیرستان مهاجرین دي، مړه او زخمیان شوي دي.

وزارت په پېښه کې د تلفاتو شمېر نه دی ښودلی. په اعلامیه کې زیاته شوې: "دغه وحشیانه عمل د ټولو نړيوالو اصولو خلاف کړنه او تجاوز بولي او په کلکه یې غندي. ‏پاکستانی اړخ باید پوه شي چې دغه ډول خپلسری عمل د هیڅ ستونزې حل نه دی." په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د طالبانو حکومت به "دغه کرغیړن عمل بې ځوابه پرینږدې."

د پاکستان پوځ سمدستي په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا برید داسې مهال شوی چې د افغانستان دپاره د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان په مشرۍ یو پلاوی د طالبانو له چارواکو سره د خبرو له پاره کابل ته تللی دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د پاکستاني پلاوي سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو "د لا ښه والي او شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو موضوعاتو خبرې کړي دي."

دغه پاکستاني پلاوي په داسې حال کې سفر کړی چې د اوږدې مودې راهیسې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان د ډلې (ټي ټي پی) څخه د طالبانو د حکومت د ملاتړ پر سر اړیکې ډیرې سړې دي.

د پاکستان د پوځ په ګډون ددغه هیواد چارواکو په پرله پسې ډول پر طالبانو باندې د ټي ټي پي د ډلې وسله والو ته د پناه ورکولو او ددغې ډلې د وسله والو له خوا د پاکستان پرخلاف د افغانستان د خاورې د کارولو تورونه لګولي دي.

خو د طالبانو حکومت هم په پرله پسې ډول دا تورونه رد کړي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرخلاف وکاروي.

طالبان په داسې حال کې د برمل په ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي بمبارۍ خبر ورکوي چې په وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلي شوي او دواړو خواوو څو ځله یو بل د ملي حاکمیت تر پښو لاندې کولو او د سرحدي امنیت په خرابولو تورن کړي دي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې، د پاکستان پوځ څو ځله د خوست او کونړ په ګډون د افغانستان په ختیځو ولایتونو باندې هوايي او راکټي بریدونه کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG