د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمیر افغان کډوال وايي د پاکستان دولتي روغتونو کې يې درملنه نه کېږي


یو شمیر افغان کډوال وايي په دولتي روغتونونو کې یې درملنه نه کیږي او دوی په خصوصي روغتونونو کې د درملنې توان نلري. (عکس ارشیف).
یو شمیر افغان کډوال وايي په دولتي روغتونونو کې یې درملنه نه کیږي او دوی په خصوصي روغتونونو کې د درملنې توان نلري. (عکس ارشیف).

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد او د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکزي ښار پېښور کې میشت ځینې افغان کډوال وايي، چې په دولتي روغتونونو کې یې درملنه نه کېږي او په شخصي روغتونونو کې ترې زياتې پيسې اخیستل کېږي.

افغان کډواله نرګس عزيزي وايي چې د‌ اسلام آباد په پمز روغتون کې يې درملنه نه کېده نو په شخصي روغتون کې يې په شخصي لګښت عمليات وشول.

هغې د فبرورۍ په ١٤ ( سلواغه ٢٦ ) امريکا غږ ته وويل دوه کاله وړاندې په ويزه پاکستان ته راغلې ده او کال وړاندې په ماشوم ناروغه شوه خو د اسلام آباد په دولتي روغتون کې ورته د عملياتو کولو اجازه نه وه نو له سختې مجبورۍ يې په شخصي روغتون کې عمليات وشول چې ډير زياتې پیسې یې ولګېدې.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې يو افغان کډوال علي خان د فبرورۍ په ١٤ ( سلواغه ٢٦ ) امريکا غږ ته وويل چې "دلته اې سي سي کارت لرونکو ته د درملنې لويه ستونزه ده ځکه چې په دولتي روغتون کې يې درملنه نه کيږي او د شخصي روغتونونو وس نلرو. "

له تېرو څو کلونو راهیسې پاکستان د اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی او دغه اقتصادي رکود په دغه هېواد کې د میشتو افغان کډوالو ژوند هم اغېزمن کړی دی، ځکه چې ډېری د دوو لاسونو مزدروي کوي.

په پېښور کې میشت افغان کډوال نورالله صميم امريکا غږ ته وویل، په دولتي روغتون کې یې د ناروغانو درملنه نه کېده نو خپل ناروغ یې شخصي روغتون ته یووړ. "زه يو مزدور کس یم، د ټيسټونو او د ډاکټر فيسونه سر ته نه شو رسولای. "

نورالله د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د پي او آر کارت لرونکو تر څنګ دې نور اسناد لرونکو افغانانو ته هم په دولتي روغتونو کې د درملنې لپاره اجازه ور کړي.

د اسلام آباد د پمز روغتون ویاند ډاکټر مبشر وايي، هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري نو د پاکستان د قانون له مخې يې تر لومرۍ طبي کتنې او درملنې پس نوره درملنه نه شي کولی، خو د پي او آر کارت لرونکو درملنه کوي.

هغه امريکا غږ ته وویل، "د پمز روغتون عمله د ټولو انسانانو د توپير پرته درملنه کوي خو د پي او آر کارت لرونکو افغانانو د لومړۍ کتنې تر څنګ ناروغان په روغتون کې هم داخلوو او هم يې هر قسم عمليات کوو. "

د پېښور د لېډي ريډینګ دولتي روغتون د رسنيو د څانګې مشر عاصم خان هم ورته ځواب ووایه.

هغه له امريکا غږ سره په خبرو کې وويل، د دوی روغتون تر سل زره زيات افغان ناروغانو ته بېلابېلې روغتيايي مرستې ورکړې دي: "د هر هغه افغان درملنه يې کړې ده څوک چې هر ډول اسناد لري خو چې کوم افغانان هېڅ ډول اسناد نه لري او په سخته ناروغۍ کې يې د انسانيت په خاطر د روغتون په ايمرجنسۍ کې در ملنه کيږي. "

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ثبت کولو لپاره پي او آر کارت معرفي کړی و چې د پاکستان د شناختي کارتونو قامي اداره (نادرا) کې يې افغانان راجستر کړي ول او پي او آر کارت لرونکو ته يې په روغتون کې درملنه،‌ په ښوونځيو کې د ماشومانو د زده کړې او په بانکونو کې د حساب پرانيستلو اجازه ورکړې ده .

خو د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو سازمان يو اين ايچ سي آر هم افغان کډوالو ته اې سي سي ( افغان سيټيزن کارت ) کارت ورکوي چې دا کډوال هم د پاکستان له حکومت سره راجسټر وي خو د اې سي سي کارت لرونکي د پاکستان حکومت د قانون له مخې فقط په ازاده توګه استوګنه او کار روزګار کولای شي خو په سرکاري روغتونونو کې يې درملنه نه کيږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG