د جرمني امنیتي مقامات وايي چې په مونشن کې د خلکو په ګڼه ګوڼه باندې د موټر د وروستلو په تور نیول شوي افغان ښايي د اسلامي سختدریځې د انګیزې له مخې دا کار کړی وي.
د پنجشنبې د ورځې په پیښه کې ټول ۳۶ کسان ژوبل شوي. چارواکو د لږ تر لږه لسو وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی دی.
د جرمني په رسنیو کې د پیښې په تور د نیول شوي افغان پناه غوښتونکي نوم "فرهاد ن" ښودل شوی دی. پر هغه تور دی چې په قصدي توګه یې د کارګرو د اتحادیې د یو لاریون په ترڅ کې د خلکو په ګڼه ګوڼه باندې موټر وروستی دی.
پولیسو د جمعې په ورځ، فبروري ۱۴ (سلواغې ۲۶) وویل، د تورن له بریښنايي وسایلو څخه ترلاسه شوي لومړني معلومات "یو ډول اسلامي انګېزه" په ګوته کوي.
څارنوالې ګابریل ټیلمن وويل، په مونیخ د پولیسو سره د مخامخ کېدو پر مهال او له نیول کېدو وروسته د "الله اکبر" شعارونه ورکول.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په مونیخ کې د جمعې په ورځ د "مونیخ د امنیت کنفرانس" په نوم نړیواله درې ورځنې غونډه پیل شوې ده. همدارنګه په جرمني کې عمومي ټاکنو ته ۱۰ ورځې پاتې دي او په دغو ټاکنو کې کډوالي مهمه موضوع ګڼل کیږي.
ټیلمن وویل نیول شوي تورن کس منلې چې په قصدي توګه یې د خلکو په ګڼه ګوڼه موټر وروستی او زیاته کړې یې ده چې ورڅخه "د مذهبي انګیزې" لرلو انګېرنه کیږي.
ټیلمن زیاته کړه چې فرهاد ن په جرمني کې قانوني ژوند کاوه، له یو امنیتي شرکت سره یې دنده لرله او د ورزش د ځان جوړونې په برخه کې فعال وو. هغې وویل چې دا کس "ډیر مذهبي" و، په منظم ډول جومات ته د تګ ترڅنګ یې په انلاین توګه "د مذهبي مسایلو په اړه پوسټونه" خپرول.
خو ټیلمن ویلي، "موږ هیڅ داسې شواهد نلرو چې وښيي چې تورن د اسلامي دولت [داعش] په څېر د اسلامي تنظیمونو سره تړاو درلود."
ددې راپور ځینې معلومات له اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي.
فورم \ دبحث خونه