د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د حکومت مرستیال د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته خبرداری ورکړ


ملا عبداسلام حنفي کابل کې یوې غونډې ته وویل چې حکومت یې نورو هیوادونو په چارو کې لاس وهنه نه کوي او له نورو هیوادونو څخه هم غواړي چې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه ونکړي.
ملا عبداسلام حنفي کابل کې یوې غونډې ته وویل چې حکومت یې نورو هیوادونو په چارو کې لاس وهنه نه کوي او له نورو هیوادونو څخه هم غواړي چې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه ونکړي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو سره ددې ډلې د ښو اړیکو په لرلو او یو د بل په داخلي چارو کې پر نه لاس وهنې باندې باندې په ټینګار سره خبرداری ورکړ چې که د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله شوي طالبان به هم ورته ځواب ووایي.

ملا عبداسلام حنفي د سه شنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۱۱ (سلواغې ۲۳) کابل کې د ۳۳ میلیونو ډالرو په پانګونه په نهو پوړونو کې د نوي جوړ شوي خيرخواه مارکېټ د پرانيستلو غونډې ته په وینا کې پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي وویل چې حکومت یې د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي او له نورو هیوادونو څخه هم غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه ونکړي.

هغه وویل: "دا یوه طبیعي خبره ده چې چیرې یو څوک د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي په هغه صورت کې بیا دا د افغاسنتان شرعي او نړیوال حق دی چې له خپل ځان څخه دفاع وکړي او که یو څوک په ډبره ګزار وکړي مونږ مجبور یو چې که په ډبره پرې ګزار نشو کولای مونږ هم پر طرف یې د یوې لوټې ګزار وکړو".

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال په دې اړه نور جزئیات ورنکړل چې کوم ګاونډی هیواد د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي.

خو په دې وروستیو کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) د کابل په ګډون د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د تروریستي بریدونو مسوولیت په غاړه اخیساتی دی. د طالبانو حکومت ادعا کوي چې داعش وسله وال د پاکستان څخه افغانستان ته ورځي او په دغه هیواد کې بریدونه ترسره کوي.

د پاکستان حکومت هم د طالبانو پر حکومت باندې ورته تورونه لګوي او ادعا کوي چې طالبانو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" ډلې وسله والو ته پناه ځایونه برابر کړي او دا ډله په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو لپاره د افغانستان خاورې څخه کار اخلي.

د تیرې دوشنبې په ورځ فبرورۍ لسم (سلواغې ۲۲) په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د امنیت شورا یوې غونډې ته په وینا کې کې وویل چې اوس مهال په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې (داعش) " جلب او جذب او د دغې ډلې فعالیتونو ته د اسانتیاو د برابرولو بهیر دوام لري.

هغه د ملګرو ملتونو راپورونو پر اساس وویل چې یوازې افغانستان د داعش – خراسان څانګې د استخدام مرکز دی او دا ډله په پاکستان کې وسله وال نه استخداموي. هغه وویل چې ډیرې تروریستي ډلې په افغانستان کې حضور لري او له هغه ځایه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

همدې غونډې ته د ملګرو ملتونو ځینو نورو چارواکو په خپلو څرګندونو کې خبرداری ورکړ چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) ډلې وسله وال نه یوازې د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره یو ستر ګواښ دی، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم ګواښونه راولاړوي.

ترهګرۍ ضد مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، ولادمیر ورونکوف په غونډې کې وویل چې داعش – خراسان نه یوازې په افغانستان بلکې د سیمې او د سیمې څخه د باندې هیوادونو لپاره مهم ګواښ دی او زیاته یې کړه چې ددې ډلې ملاتړو په اروپایي هیوادونو کې هم د بریدونو پلان درلود او په عملي توګه د مرکزي آسیا په هیوادونو کې افراد استخداموي.

ښاغلي ورونکوف زیاته کړه، "داسې راپورونه شته چې یو څو بهرني ترهګر وسله وال لا هم افغانستان ته روان دي". د ملګرو ملتونو دې چارواکي د ټولو غړیو هیوادونو څخه وغوښتل چې پرې نږدې افغانستان یو ځل بیا د "ترهګریزو فعالیتونو په ځالې" بدل شي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د منیر اکرام څرګندونې بې اساسه بللي او هغه یې ردې کړي دي.

ددغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سه شنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۱۱ (سلواغې ۲۳) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې (داعش) په ګډون تروریستي ډلې ځپل شوي او طالبانو په دغه هیواد کې د تروریستي ډلو پټنځایونه له منځه وړي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "نړیوالې ټولنې ته ډاډ څرگندوو، چې په افغانستان کې د داعش او يا نورو ډلو پټنځایونه د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] له راتلو وروسته په بشپړه توگه له منځه تللي دي او عملاً د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته هېڅ ډول خطر نه دی رامنځ ته شوی".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG