د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو افغان خبریال احسان الله اکبري له بند څخه خوشې کړی


احسان الله اکبري افغانستان کې د کیودو خبري اژانس خبریال
احسان الله اکبري افغانستان کې د کیودو خبري اژانس خبریال

د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست د جاپان د کیودو خبري اژانس خبریال احسان الله اکبري په بند کې د نهو ورځو ساتلو وروسته د پنجشنبې د ورځې له غرمې وروسته جنورۍ ۲۵ (سلواغې پنځم) خوشې کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې د احسان الله اکبري د خوشې کیدو د هرکلي په ترڅ کې ویلي چې د دغه خبریال نیول غیرقانوني و او باید ازادي یې نه وی سلب شوې.

د احسان الله اکبري خپلوانو دغه مرکز ته ویلي چې هغه د طالبانو د حکومت د استخباراتو ریاست ته د ضمانت د سپارلو وروسته خوشې شوی او هم د خوشې کیدو پر مهال دغه ریاست د هغه ځینې شخصي اسناد ورڅخه اخیستې دي.

د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي ریاست د کیودو خبري اژانس خبریال احسان الله اکبري د جنورۍ په ۱۷ (مرغومې ۲۷) نیولی و او د نیول کیدو یوه ورځ وروسته د استخباراتو مامورینو د کابل د شهرنو په سیمه کې د کیودو په دفتر کې د هغه لپ ټاپ کمپیوټر او کمره هم ضبط کړې وه. د احسان الله اکبري د ورور د وینا له مخې د استخباراتو مامورین د احسان الله امیري کور ته بیا ورغلي وو او د هغه ګرځنده تیلیفون یې هم ضبط کړی و.

د طالبانو د حکومت د استخباراتو ریاست په تیرو دوو اونیو کې د افغان خبریالانو د نیولو لړۍ چټکه کړې او په دغه موده کې یې تراوسه څلور خبریالان نیولي دي چې د احسان الله اکبري په ګډون درې تنه نیول شوي خبریالان بیرته خوشې شوي دي.

خو د پښتو ژبې شاعر او د مینې په نامه د یوې خصوصي مجلې مسئول مدیرعزت الله ځواب د کورنۍ غړي وایي چې هغه لا هم د طالبانو سره بندي دی.

د عزت الله ځواب دوو زامنو نصرت ارمان او عطاالله ځواب په خپلو فیسبوک پاڼو باندې د طالبانو له خوا د خپل پلار د نیول کېدو خبر تائید کړی دی.

ویل کېږي چې عزت الله ځواب له کابل څخه جلال اباد ته روان و، چې په لاره کې نیول شوی دی.

د ده مشر زوی نصرت ارمان په خپل فیسبوک کې لیکلي دي طالب مقاماتو "ډاډ راکړ چې پلار مو روغ جوړ دی، فقط د يوې موضوع اړوند خبرو ته غوښتل شوی او ژر به يې در خوشې کړو! .."

په کابل کې د طالبانو د استخباراتو ریاست له خوا د ښاغلي اکبري د نیول کیدو یوه ورځ وروسته دغه ریاست د ګردش اطلاعات خبري اژانس مالک احمد جواد رسولي او اډیټر عبدالحق حمیدي هم نیولي وو. دا دواړه خبریالان د جنورۍ په ۲۰ (مرغومې ۳۰) له بند څخه خوشې شو.

د طالبانو د حکومت د استخباراتو ریاست د دغو افغان خبریالانو د نیولو د علت په اړه تراوسه تبصره نه ده کړې.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا د افغان خبریالانو د نیولو په نوې څپې باندې ژوره اندیښنه ښودلې او د افغان خبریالانو ددغسې خپلسر نیولو د لړۍ د بندیدو غوښتنه یې کړې ده.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان په یوه اعلامیه کې چې جنورۍ ۲۳ (سلواغې درییم) یې خپره کړې ویلي چې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا د افغان خبریالانو نیول په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ د کمزورکیدو سبب ګرځي.

ار ایس ایف، ویلي: "د استخباراتو ادارې په تکرار سره د رسنیو د کارکوونکو نیول د خپلواکو خبریالانو د ویرلو او د رسنیو د ازادۍ په هره برخه فشار اچول د کرکې د ترتیب شوې ستراتیژي برخه ده. د استخباراتو د عمومي ریاست په خپلسر نیونې د افغانستان د رسنیو د قانون څخه هم سرغړونه ده، چې ددغه قانون له مخې د خبریالانو په چارو کې د نورو ادارو د لاس وهنې د مخنیوي لپاره باید د خبریالانو او رسنیو اړوند ټول شکایتونه د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د رسیدګۍ د کمیسیون له لارې تعقیب شي."

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې پر خبریالانو او رسنیو باندې فشارونه زیات شوي دي.

په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په افغانستان کې سلګونه رسنۍ تړل شوي او د ښځینه خبریالانو په ګډون په زرګونو خبریالانو خپلې دندې پریښي دي.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) د تیر ۲۰۲۳ کال اګست ۱۱ (زمري۲۰) افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي، چې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نږدې دولس زره خبریالانو له ډلې، چې په دغه هیواد کې یې کار کوه نږدې اته زرو یې خپل مسلک پریښی دی.

دغه سازمان په دې راپور کې د ښځینه خبریالانو په اړه ویلي، چې په تیرو دوو کلنو کې شاوخوا ۸۰ فیصده ښځینه خبریالانو خپل کارونه پریښی دی.

ار ایس ایف په دغه راپور کې ویلي، چې د ۵۴۷ رسنیو څخه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې فعالیت کوه اکثره یې تړل شوي دي.

په دې راپور کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې د شمیرنو له مخې ویل شوي، چې د ۱۵۰ تلویزیونو څخه اوس ۷۰ تلویزیوني خپرونې فعالیت لري او د ۳۰۷ راډیوي سټیشنونو څخه ۱۷۰ یې لا هم فعالیت کوي. همداشان د ۳۱ خبري اژانسونو څځه اوس مهال ۱۸ اژانسونه لا هم فعال دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان وایي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې درې خبریالان وژل شوي او درې خبریالان د طالبانو په زندان کې بندیان دي. ددغه سازمان د تیر ۲۰۲۳کال د رسنیو د ازادۍ په کلني شاخص کې افغانستان د ۱۸۰ هیوادونو په منځ کې ۱۵۲ ځای خپل کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG