د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: پر ښځو د محدودیتونو په اړه د امنیت شورا اندېښنې له واقعیته لیري دي


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ښځو په اړه د ملګرو ملتونو اعلامیې ته په غبرګون کې ویلي چې پر افغان مېرمنو د محدودیتونو په اړه د امنیت شورا اندېښنې له «واقعیت» څخه لیري دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ مۍ ۲۷ (غبرګولې شپږمه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلامیې په ځواب کې د ښځو لپاره د حجاب پر رعایت ټینګار کړی او زیاته کړې ده چې پر افغانانو د مذهبي او کلتوري عقیدې سره په مخالفت کې هیڅ نه دي تحمیل شوي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت همداراز د افغان ښځو د حقوقو په اړه د امنيت شورا په اعلاميې کې ذکر شوې اندېښنې له واقعيته لرې بولي او د افغانانو د منل شویو دیني او کلتوري لارښوونو په چوکاټ کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو د بشپړو حقوقو د تأمین په برخه کې پر خپله ژمنه یو ځل بیا ټینګار کوي."

په اعلامیه کې ویل شوي چې «اسلامي امارت» د افغانانو دیني ازادۍ ته درناوی او د خبرو له لارې د ستونزو پر هواري باور لري. طالبانو له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د افغانانو دیني او کلتوري ارزښتونو ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۴ (غبرګولي دریمه) د رایو په اکثریت د یوې بیانېې په تصویبولو سره له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو او افغان میرمنو په وړاندې محدود کوونکي سیاستونه "ډیر ژر" بدل کړي.

د امنیت شورا دغه اقدام څو ورځې وروسته له هغه وشو چې طالبانو په افغانستان کې د تلویزیونونو ښځینه خبریالانو ته د تلویزیون پر مخ د راڅرګندیدو پرمهال د مخ د پټیدو امر وکړ.

په دغه بیانیه کې چې د ناروې له خوا وړاندې شوه د امنیت شورا ۱۵ غړو هیوادونو ویلي چې هغوی په خاص ډول د طالبانو له خوا په هغو محدودیتونو اندیښمن دي چې " تعلیم، کار ، تګ راتګ، او په عادي ژوند کې د میرمنو بشپړ، برابر او معنی داره ګډون محدودوي."

امنیت شورا ویلي هغوی پر طالبانو غږ کړی دی چې پر بشري حقونو او د افغان میرمنو او نجونو په اساسي ازادیو لګیدلي محدودیتونه او پالیسي ګانې ډیر ژر بیرته بدلې کړي.

یادې شورا له طالبانو غوښتي دې چې له ځنډ پرته د ټولو نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي. دغې شورا همدارنګه د ټلویزیونونو په ګډون په عام محضر کې د میرمنو د مخونو د پټیدو د اعلان په اړه د طالبانو په اقدام "ژوره اندیښنه" ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکوونکی ریچارد بنیټ هم ویلي چې افغانستان د خورا زیاتو بشري ګواښونو سره مخ دی او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې د بشري وضعیت د ښه کیدو لپاره دې د خپلو خبرو او کړنو ترمنځ فاصله کمه کړي.

ریچارد بنیټ د ملګروملتونو له خوا د دغې ادارې له اړخه د بشري حقونو د وضعیت د ارزولو لپاره ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه د ټاکل کیدو وروسته په خپل لومړني خبري کنفرانس کې د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو سره په خبرو کې افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په خرابیدو ژوره اندیښنه څرګنده کړه او په ځانګړي ډول په ټولنه کې د ښځو په خذفولو باندې اندیښنه وښوده.

XS
SM
MD
LG