د کندهار ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې په تیرو نهو میاشتو کې له پاکستان څخه د چمن – سپین بولدک له لارې د افغان کډوالو څه باندې ۵۸۶ کورنۍ چې د غړو شمیر یې له ۳۰۰ زرو څخه زیات دې افغانستان ته ستنې شوي دي.
دغه ریاست د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۲۲ (سلواغې درېیم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه لیکلي چې د هرې ستنې شوې کورنۍ سره د طالبانو د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت له خوا ۱۰۰۰۰ افغانیو مرسته شوې ده.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د هري کډوالې کورنۍ سره د افغانستان اسلامي امارت [طالبانو حکومت] له خوا ۱۰۰۰۰ افغانۍ، خوارکي توکي، د روغتيا لپاره درمل، واکسينونه او د انځرګي په پنډغالي کې چې په ټولو لومړنيو اړتياو سمبال دی، ورته د ژوند کولو زمينه برابره شوې او همکارو موسسو ته د لا زیاتو مرستو په موخه ور معرفي شوي دي".
ددغه ریاست د معلوماتو پر اساس په مجموعي ډول ۵۸۶۶۳ کورنۍ چې د غړو مجموعي شمیر یې ۳۰۰ زره او ۹۳۰۱ کسانو ته رسیږي په دغه موده کې له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستنې شوي دي.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال د نومبر له میاشتې راهیسې له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د شړلوبهیر پیل کړی چې لا هم دوام لري. ملګري ملتونه وايي چې ددغه بهیر په لړ کې تراوسه ۸۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي دي.
ددې دمخه د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په (مرغومې ۱۱) د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو، چې د تیرکال د مارچ د میاشتې او د ډسمبر د میاشتې ترمنځ موده کې د افغانستان د دوو ګاونډیو ایران او پاکستان څخه شاوخوا یو میلیون افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.
هغه ویلي چې ددغو ستنو شویو کډوالو شاوخوا ۹۰۰ زره یې له ایران څخه په جبري او یا په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.
هغه ویلي: "شاوخوا یو میلیون افغانانو په تیرو نهو میاشتو کې د حمل د میاشتې څخه د قوس د میاشتې تر پایه افغانستان ته راغلي دي چې په دې کې شاوخوا ۹۳۰۰۰ له پاکستان څخه، ۱۷۰۰۰ له ترکیې څخه او داسې نور له ایران هیواد څخه په اجباري او خپله خوښه راستانه شوي دي."
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د جنورۍ ۱۶ (مرغومې ۲۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په څو پرله پسې پیغامونو کې ویلي چې یوازې له ایران څخه په تیر ۲۰۲۴ کال کې ۱.۲ میلیونه افغان کډول خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې د افغانستان او ایران په ګډ سرحد کې ددغه سازمان له خوا ټول ثبت شوي کسانو په ایران کې د اوسیدلو اسناد نلرل او ددغه شمیر ۶۷ فیصده یې په جبري ډول له دغه هیواد څخه افغانستان ته شړل شوي وو.
دغه سازمان ویلي: " د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د ډسمبر تر میاشتې آی او ایم له ایران څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو ۱.۲ میلیونو څخه زیات کسان ثبت کړي، چې ۶۷ فیصده یې په جبري ډول ستانه کړای شوي وو".
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د جنوري ۱۹ (مرغومي ۳۰) د یو راپور له مخې د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیال رووف مازو په کابل کې د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست عبدالکبیر سره په کتنه کې له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه د افغان کډوالو پر اېستلو باندې اندېښنه ښودلې او دا اقدام یې د نړیوالو اصولو خلاف بللی وو.
په راپور کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو خواو د افغان کډوالو پر وضیعت، د کډوالۍ پر دایمي حل لارو، د کډوالو ښارګوټو ته د اسانتیاو برابرولو، د افغان کډوالو د شته ستونزو په موخه له پاکستان او ایران سره د درې او څلور اړخیزو خبرو اترو او ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
په راپور کې د رووف مازو له قوله راغلي: "هغه له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د نړیوالو اصولو خلاف او د اندېښنې وړ موضوع بللې او زیاته کړې يې ده، چې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره، کډوالو ته د ښارګوټو په جوړولو کې مرستو ته تياره ده."
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ دې لوپوړي چارواکي دغه راز ویلي که څه هم د نړۍ په کچه مالي کړکېچ د دوی پر چارو باندې منفي اغېزې کړې دي، خو هڅې روانې دي څو د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې لپاره د اړتیا وړ بودجه راجلب کړي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست عبدالکبیر ویلي چې افغانستان ته د کډوالو راستنول د دوی په لومړیتوب کې ځای لري خو ټینګار یې کړی چې په دې پروسه کې وخت او فرصت باید په پام کې ونیول شي او کډوال له نړیوالو اصولو سره سم په خپله خوښه راستانه شي.
تر دې دمه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د دغه ملاقات په اړه جزیات نه دي ورکړي.
افغانستان د نړۍ په هغو څو هیوادونو کې شامل دی چې شاوخوا اته میلیونه وګړي یې په بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو هیوادونو کې او لږ ترلږه څلور میلیونه نور په کوردننه له خپلو سیمو څخه بهر په نورو سیمو کې اوسیږي.
د مهاجرت نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې د ناورینونو، اقتصادي بې ثباتۍ او د لسیزو جګړو د اغیزو سره مخ شوي میلیونه افغانان د یوې سختې پریکړې سره مخ دي، چې د ښه اقتصادي فرصتونو، ثبات او خوندیتوب په لټه کې دننه په هیواد کې له خپلو سیمو څخه بې ځایه شي او که بهر ته کډه وکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان (IOM)د ډسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۸) په یو راپور کې ویلي چې په افغاسنتان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې د سیاسي بدلون وروسته افغانان په ځانګړي ډول افغانې ښځې په دوامدار ډول د سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ او د ازادیو د محدودیت سره مخ شوي دي.
په دې راپور کې ویل شوي: "په عین وخت کې منظمو ناورینونو خلک د سرچینو د موندلو او کډوالۍ لټې ته هڅولي دي".
فورم \ دبحث خونه