د لاس رسي وړ اتصالات

بریښنا شرکت: ګاونډیو هیوادونو ته مو د تیر حکومت څخه پاتې ۶۲۷ میلیونه ډالرو پور ادا کړي


عکس ارشبف: د برښنا مزي
عکس ارشبف: د برښنا مزي

د طالبانو د حکومت د بریښنا شرکت وايي چې د افغانستان څلورو ګاونډیو هیوادونو ته یې د پخواني جمهوري حکومت څخه پاتې د ۶۲۷ میلیونو ډالرو د پور د ادا کولو ترڅنګ د بریښنا د مصرف لپاره له وړاندې پیسې هم ورکړي دي.

ددغه شرکت ویاند حکمت الله میوندي د سه شنبې په ورځ فبرورۍ شپږم (سلواغې ۱۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو ویډیوي پیغام کې ویلي چې د پخواني جمهوري حکومت پر مهال تاجیکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان او ایران ته د مصرف شوې بریښنا پور نه و ورکړل شوی.

حکمت الله میوندي ویلي: "د بانکونو د تحریم او اقتصادي تحریمونو د ستونزې باوجود مو څلورو ګاونډیو هیوادونو ته ۶۲۷ میلیونه ډالر زړې قرضدارۍ خلاصې کړې ... د لومړي ځل لپاره مونږ ګاونډیو هیوادونو ته مخکې اداینه یا پیش پرداخت هم وکړ".

د بریشنا شرکت د معلوماتو له مخې افغانستان اوس مهال د خپلې شاوخوا ۱۴۰۰ میګاواټو د اړتیا وړ بریښنا شاوخوا ۷۵ فیصده یې د خپلو څلورو ګاونډیو هیوادونو ایران، تاجیکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان څخه واردوي.

افغانستان د تاجیکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان او ایران سره د بریښنا د واردولو تړونونه لري چې د هر میلادي کال په سرکې تمدیدیږي. دغه شرکت د ۲۰۲۴ کال لپاره هم دغو څلورو هیوادونو سره تړونونه تمدید کړي دي.

برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي وايي، چې دا شرکت هڅه کوي چې په راروانو پنځه کلنو کې په کور دننه د بریښنا د تولید کچه تر ۷۱۰ میګا واټو بریښنا تولید ته لوړه کړي ترڅو د بریښنا د اړتیا زیاته برخه د کورنیو منابعو څخه پوره شي. افغانستان کې اوس مهال شاوخوا ۴۵۰ میګاواټه بریښنا د داخلي منابعو څخه تولیدیږي.

د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام (UNDP) وايي چې افغانستان د انرژۍ د یو ستر بحران سره مخ دی او په دغه هیواد کې اوس مهال یوازې شاوخوا ۴۰ فیصده کورنۍ بریښنا ته لاس رسی لري.

دغه پروګرام د جنورۍ ۲۷ (سلواغې اووم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د افغانستان د بریښنا سکټور د سترو ننګونو سره مخ دی چې په دغو ننکونو کې انرژۍ ته په ځانګړي ډول کلیوالو سیمو کې محدود لاس رسی او پر وارداتي بریښنا باندې ډیره زیاته اتکا شامله ده.

د ملګرو ملتونو انکشافي پروګرام په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې د تقاضا او عرضې ترمنځ نه انډول یو ستره ننګونه یاده کړې او ویلي دي چې په دغه هیواد کې په کور دننه تولید کیدونکي بریښنا د خلکو اړتیاوې نشي پوره کولی، چې له امله یې اکثره افغانان د فسیلي سون موادو او د جنریټرونو څخه چې د انرژۍ پایښت نلرونکي منابع دي کار اخلي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې د بریښنا د نشتوالي له امله په ولایتونو کې روغتونونه هره ورځ د پنځو او شپږو ساعتونو ترمنځ بریښنا نلري او د ژمي په موسم کې د بریښنا نشتون ۱۲ ساعتونو ته غځیږي.

د افغانستان د بریښنا شرکت وايي چې په تیر ۲۰۲۲ کال کې یې خپلو څلورو ګاونډیانو ته د بریښنا د مصرف لپاره ۲۹۹ میلیونه ډالره ورکړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG