د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې یو شمېر افغانې محصلینې وایي چې له فراغت وروسته به څه کوي


په پاکستان کې یو شمېر افغان ښځینه زده کوونکې چې د علامه اقبال په نوم په پاکستاني بورسونو زده کړې کوي، د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.

په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو بندیزونو یې په خپل هېواد کې د مسلکي پرمختګ لارې تړلې دي.

دغه نجونې وايي که افغانستان ته ستنېږي، نو هلته ورته د کار کولو حق نشته، او که په پاکستان کې پاتې کېږي، د ویزو محدودیتونه دي او همدغه راز د کار فرصتونه نه شته او نورې ستونزې دي.

اکثر زده کوونکې په کابل او اسلام اباد کې له واکمنانو څخه غوښتنه کوي چې د افغان زده کوونکو لپاره دې د ویزې شرایط اسان کړي، چې دوی ته له فراغت وروسته د پاتې کېدو او کار کولو اجازه ورکړل شي. ځینې نورې بیا له نړیوالې ټولنې مرسته غواړي، چې بهر ته د زده کړو او کار کولو لپاره فرصتونه ومومي.

په پاکستان کې ډېرې داسې افغانې زده کوونکې شته چې مسلکي زده کړې یې بشپړې کړي خو په افغانستان کې د ناسمو حالاتو او طالبانو د بندېزونو له کبله کاري مسلکي دندې نه شي تر سره کولای.

په اسلام اباد کې د کمپيوټر ساینس یوه افغانه زده کوونکې برېښنا وايي په داسې حال کې چې هېڅ مسلکي پرمختګ نه وي نو ځینې نارينه په قاچاقي لارو بهرنيو هېوادونو ته پناه یوسي خو د ښځو لپاره دا لاره هم ګرانه وي.

له امريکا غږ سره په خبرو کې برېښنا وويل، د پاکستان حکومت بايد د افغان محصلينو لپاره د ويزې شرايط اسان کړي ځکه چې دوی په رخصتیو کې افغانستان ته ولاړې شي نو بيرته د راتلو او ويزه اخيستو پر مهال پر تورخم باندې ځورول کيږي او د زده کړو وخت يې خرابيږي.

هغې وويل، "افغان نجونې که لوړې زده کړې پای ته و هم رسوي خو د هغوی راتلونکې ترهغو نه شي روښانه کېدای چې په افغانستان کې د نجونو پر تعليم او مسلکي کار بنديزونه پای ته نه وي رسېدلي. او يا بهرني هېوادونه ورته خپلې دروازې نه وي پرانيستې ځکه چې په پاکستان کې دوی په لوړو تعليمي او طبي ادارو کې د کار اجازه نه لري."

پاکستان له ٢٠٠٩ کال څخه د دغه هېواد په پوهنتونونو کې د علامه اقبال په نوم د افغان زده کونکو لپاره بورسونه اعلانوي چې په دا وروستیو کې یې شمېر ۴۵۰۰ ته رسېږي.

د افغانستان د بلخ ولایت یوه اوسېدونکې فرشته چې په اسلام اباد کی دعلامه اقبال بورس په مرسته د بهرنیو اړیکو څانګه (انټرنیشنل ریلېشن) کې زده کړې کوي وايي، د افغانستان ښځینه زده کوونو لپاره دې د پاکستان حکومت بورسونه نور هم زیات کړي.

له امريکا غږ سره په خبرو کې هغې وويل، "زده کړې يې لا پای ته نه دي رسېدلې خو اندېښنه ورسره وي چې تر فراغت وروسته به یې راتلونکې څنګه وي."

هغې پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې په خپلو هېوادونو کې دې افغان محصلينو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

د دې نجونو لپاره، زده کړې د پرمختګ یوه وسیله ده، خو اوس ورته د یوه ناڅرګند منزل سفر ښکاري.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا رسېدو وروسته په افغانستان کې تر شپږم ټولګیو ورپورته د نجونو زده کړې بندې کړې، په کار او نورو مشارکتونو باندې یې بندیزونه ولګول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG