د لاس رسي وړ اتصالات

سیلابونو د کانګو دموکراتیک جمهوریت کې 'شاوخوا ۴۰۰ کسان مړه' کړي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په افریقا کې د کانګو دموکراتیک جمهوریت چارواکو نن یکشنبه مۍ اوومه (غوايي۱۷) وویل چې دغه هېواد کې د سیلابونو او ځمکې ښویدو په پېښو کې د مړو شمېر نږدې ۴۰۰ ته رسېدلی دی.

د «کالیه» سیمي منتظم توماس بکینګا وایي د تېرې اوونۍ له سیلابونو څخه وروسته د شاوخوا ۳۹۴ کسانو مړي موندل شوي دي. سیلابونو دا سیمه ډېره ځپلې ده. نوموړي تېره ورځ د مړو شمېر ۲۰۳ تنه ښودلی و.

د پنجشنبې په ورځ له اورښتونو وروسته د سمندر د اوبو سطحه لوړه شوه، سیلابونه ووتل او په ځینو سیمو کې ځمکې وښویدې.

د جینټلي په نوم یوې ښځې له اوښکو په ډکو سترګو وویل:"داسې وضعیت دی لکه دنیا چې پای ته رسیدلې وي. زه په مور او پلار او خپلو بچیانو پسې ګرځم. " جینټلي د روان کال د جنورۍ په میاشت کې په خپلې سیمې کې د پوځ او وسله والو ترمنځ له جګړې وروسته د کالیه سیمې ته وتښتېده خو دلته یې سیلابونو "دوه ماشومان، دوې خویندې او مور او پلار مړه" کړل.

هغې وویل:"زه کورنۍ او ځای نور نلرم. اوس ګرځم چې د خوب لپاره یو ځای پیدا کړم."

د ځمکې ښویدو په یوې پېښې کې یو پوره کلی چې کورونه، مارکیټ، دوه ښوونځي، روغتیايي مرکز او د کليوالو د غونډو ځای په کې وو، بشپړ ویجاړ کړی دی.

د کالیه سیمي متنظم بکینګا د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل: "دلته هر څه تباه شوي او څه باندې ۳۹۰ مړي موندل شوي. د پنجشنبې د ورځې راهېسې، موږ مړي پیدا کوو او ښخوو. "

حکومت اعلان کړی دی چې د قربانیانو روح ته د دوعا او کورنیو ته د تسلیت ویلي لپاره به په دغه هېواد کې د دوشنبې په ورځ ملي ماتم وي.

ولایتي حکومت ځپل شویو سیمو ته په کښتیو کې خوراکي او صحي مواد استولي دي. په دغه ځای کې د سره صلیب یو مسئول اساک هبامونګو وویل چې د ځپلو شویو د لاسنیوي لپاره مرستې نه کېږي. هغه وویل چې د دوی ډلې په لاسونو او بیلچو باندې له خاورو لاندې څخه کسان راوباسي.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان ویلي دي چې تېره ورځ یې یوه ډله سیمې ته استولې ده.

د کانګو دموکراتیک جمهوریت کې داسې مهال سیلابونه سلګونه کسان مړه کړي دي چې دوې ورځې مخکې یې په ګاونډي هېواد رواندا کې هم سیلابونو شاوخوا ۱۳۱ تنه مړه کړل.

کارپوهان وايي چې اقلیم بدلون او خراب موسمونه د دا ډول پېښو لامل کېږي. د کانګو دموکراتیک جمهوریت د افریقا یو بې وزله هېواد بلل کېږي چې درغلۍ او جګړو یې وضعیت نور هم خراب کړی دی.

XS
SM
MD
LG