د لاس رسي وړ اتصالات

جیک سولیوان: اسرائیل ته 'مناسبه' نده چې د اوږدې مودې لپاره غزه اشغال کړي


د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان
د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان

پداسې حال کې چې د جګړې وروسته د غزې د راتلونکې په اړه اټکلونه روان دي د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان د جمعې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) وویل دا مناسبه نه ده چې اسرائیل د اوږدې مودې لپاره غزه اشغال کړي.

سولیوان چې سیمې ته یې سفر کړی په تل ابیب کې خبریالانو ته وویل: "موږ باور نه لرو چې دا اسرائیل ته مناسبه ده، یا د اسرائیل لپاره سمه ده چې غزه اشغال کړي، د اوږدې مودې لپاره غزه بیا ونیسي."

هغه د اسرائیل له لوړ پوړو چارواکو سره تر لیدنو وروسته وویل: "په نهایت کې د غزې کنټرول، د غزې اداره او د غزې امنیت باید فلسطینیانو ته انتقال شي."

د غزې په تړانګه کې د حماس په وړاندې په جګړه کې متحده ایالات د اسرائیل مهم پوځي ملاتړي دي، هغه جګړه چې د اکتوبر په اوومه د حماس د اورپکې ډلې لخوا پر اسرائیل له برید وروسته پیل شوه. د حماس ډلې پر اسرائیل باندې د برید په ترڅ کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل.

همداشان د اسرائیل په غچ اخیستونکو هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د حماس تر کنټرول لاندې غزې سیمې د روغتیا وزارت په وینا تر اوسه لږ تر لږه ۱۸۷۸۷ کسان وژل شوي دي. اسرائیلي او فلسطیني چارواکي وايي، د تلفاتو اکثریت ملکي وګړي دي.

متحده ایالات او اسرائیل پدې موافق دي چې جګړه به څو میاشتې نوره هم دوام وکړي، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار سولیوان وایي دا پداسې حال کې دي چې د جګړې د راتلونکو مرحلو او د هغه د پایلو په اړه "سخت بحثونه" روان دي.

سولیوان د یو مهال ویش له په ډاګه کولو پرته وویل، "بل پړاو ته به دا جګړه انتقال شي، چې یو یې د (حماس) د مشرتابه دقیق په نښه کول او د استخباراتو په اساس عملیاتو" باندې تمرکز دی.

له بلې خوا، د متحده ایالاتو د حکومت یو لوړ پوړي مقام ویلي چې واشنګټن او اسرائیل پدې بحث کړی چې د پراخې بمبارۍ څخه "محدودو نظامي" عملیاتو ته مخه کړي.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې له دې وروسته به په "لوړ ارزښت لرونکو اهدافو، ځانګړي نظامي زیربناوو" تمرکز وشي.

د واشنګټن د وروسټي ډیپلوماتیک اقدام په ترڅ کې جیم سولیوان د جمعې په ورځ اشغال شوې لویدیځې غاړې ته سفر وکړ او د فلسطین د ادارې د مشر محمود عباس سره یې وکتل.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د جمعې په ورځ د لویدیځې غاړې په مرکزي دفتر کې د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جیک سولیوان سره د خبرو پر مهال وویل چې غزه د فلسطیني دولت یوه نه بېلېدونکې برخه ده.

دا غونډه په داسې حال کې وشوه چې اسرائیل په غزه کې د زغم څخه د کار اخیستلو لپاره د نړیوالو د غوښتنې سره سره خپل یرغل ته زور ورکوي او د هغه عمده ملاتړي متحده ایالاتو ویلي چې جګړه باید د اوږدې مودې لپاره د اسرائیل د اشغال لامل نه شي.

متحده ایالاتو وړاندیز کړی چې په نړیواله کچه پیژندل شوی فلسطیني اداره کولی شي د جګړې وروسته د غزې په اداره کولو کې رول ولوبوي، که څه هم په رام الله میشته اداره د فلسطینیانو په مینځ کې خورا منفوره ده.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار سولیوان وویل: "موږ باور لرو چې د فلسطین اداره ترمیم او بیا راژوندي کیدو ته اړتیا لري، چې د حکومت کولو طریقه یې نوې شي او د فلسطین د خلکو نماینده ګي وکړي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG