د لاس رسي وړ اتصالات

مکسیکو کې نوی قانون؛ د نرښځیانو د وژلو سزا تر۷۰ کاله پورې زندان دی


راپورونه وايي چې په مکسیکو کې له نرښځیانو سره تاوتریخوالی کېږي
راپورونه وايي چې په مکسیکو کې له نرښځیانو سره تاوتریخوالی کېږي

د مکسیکو په مرکز مکسیکو سیټي کې د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۸ (چنګاښ۲۸) قانون جوړوونکو د نرښځیانو (Transgender) د وژلو او قتل لپاره سزا تر ۷۰ کاله پورې زندان وټاکله.

د مکسیکو سیټي مقننه قوې په خپل ایکس حساب کې لیکلي چې دغه سخته سزا د ۴۵ موافقو او یوې مخالفې رایې په اساس تصویب شوه.

په قانون دغه تعدیل د «مورینا حزب» له لوري‌ وړاندې شوی و.

یوې قانون جوړوونکې انا فرانسیس لوپیز وویل چې د جنسیت په اساس د نرښخیانو وژل «څرګند تبعیض او جنسي تاوتریخوالی» دی.

د دغه قانون له تصویب وروسته نرښخیان په مکسیکو سیټي کې د مقننې قوې د ودانۍ په مخکې راټول شول او دا پرېکړه یې په خوشحالۍ ونمانځله.

د مکیسکو مرکز د دغه هېواد د ۳۲ ایالتونو څخه دویم ښار دی چې د نرښځیانو وژل په کې جرم ګڼل کېږي.

د مارچ په میاشت کې د مکسیکو په لویدیځ زون نایاریت کې هم پرېکړه وشوه چې د نرښځیانو د قتل سزا به تر ۶۰ کالونو پورې زندان وي.

د جنسي تنوع د سروې په اساس، د مکسیکو د ۱۲۹ میلیون نفوس څخه یې پنځه میلیون یې نرښځیان، همجنسبازان او د خپل جنسیت بدلوونکي او د دغه ټولګي غړي دي.

په مکسیکو کې د لیترا په نوم یو مدني سازمان وایي چې د ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د دغې ټولګي ۲۳۱ تنه وژل شوي دي‌ چې ۶۵ یې نرښخیان وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG