د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي وزيرستان مشرانو خپل احتجاجي پرلت پای ته رسولی


د خيبر پښتونخوا د جنوبي وزيرستان قبايلي ولسوالۍ د مکين سيمې اوسېدونکو د ناامنۍ خلاف د دریو ورځو وروسته خپل احتجاجي پرلت د پوځ سره د خبرو وروسته پای ته رسولی دی.
د خيبر پښتونخوا د جنوبي وزيرستان قبايلي ولسوالۍ د مکين سيمې اوسېدونکو د ناامنۍ خلاف د دریو ورځو وروسته خپل احتجاجي پرلت د پوځ سره د خبرو وروسته پای ته رسولی دی.

د خيبر پښتونخوا د جنوبي وزيرستان قبايلي ولسوالۍ د مکين سيمې اوسېدونکو د ناامنۍ خلاف له تېرو درو ورځو څخه روان احتجاجي پرلت د سپټمبر پر ۲۸ (تله ۷) تر هغه وروسته پای ته رسولی چې د پرلت د مشرانو په وينا، پوځي چارواکو په مذاکراتو کې ډاډ ورکړ چې د عام ولس پر کورونو به د هاوان مرمیو له ویشتلو ډډه کوي.

د مکین د احتجاجي پرلت يو مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عالمزېب مسید وايي چې د سپټمبر پر ۲۵ او ۲۶ شپې مهال يې پر کلي توپونه او د هاوان مرمۍ ورغلې او دوی ته يې زيان ورسوه. د نوموړي په وينا، تر هغه وروسته دوی پرلت پیل کړ او غوښتنه يې کوله چې د ولسي استوګنې ځايونه دې هېڅ وخت نه په نښه کېږي.

نوموړی زياتوي: "ځايي مشرانو د جنوبي وزيرستان له ولسوالۍ انتظاميې او پوځي چارواکو سره مذاکرات وکړل او هغوی ومنل چې د خلکو پر کورونو به ډرون بريدونه او د هاوان مرمۍ بريدونه نه کوي. هغوی زموږ سره تحريري هوکړه لیک لاسليک کړ. موږ هيله کوو چې دوی به د خپلې هوکړې څخه ساتنه کوي او پر ولسي کورونو به وسلې نه کاروي."

د مکین احتجاجي پرلت او د جنوبي وزيرستان ولسوالۍ د سوداګرو مشر ملک ریاض مسید وايي چې دوی ځکه احتجاج پیل کړ چې کله وسله وال پر پوځ بریدونه وکړی، نو پوځ د ځوابي عملياتو پر مهال د عامو خلکو پر کورونو د هاوان مرمۍ او نورو درنو وسلو ډزې کوي چې له امله یې ولس ته د سر او مال زیانونه اوړي. نوموړي غوښتنه وکړه چې پوځ دې له ړندو مرميو د ډزو او بمبارۍ څخه لاس واخلي.

نوموړی وايي چې دوی تر هغه وروسته احتجاجي پرلت پای ته ورسوه چې کله پوځ د مکين ۱۰ کسيزې مذاکراتي کمېټې ته په ليکلې بڼه ډاډ ورکړ چې نور به يې پر کورونو ډرون کېمرې نه ګرځي او نه به هم ډرون بريدونه کوي او نه به د هاوان مرمۍ کاروي.

د جنوبي وزيرستان انتظاميې او پوځي چارواکو لا تر اوسه د هغې هوکړې په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې د جنوبي وزيرستان یو بل مشر ملک سعید انور مسید ويلي چې د پوځ د بمباريو او مرميو له امله خلک کډې کوي، چې د نوموړي په وينا، زرګونه کسان وتلي دي.

د مکين سيمې اوسېدونکو او مشرانو ويلي چې که پوځ يو ځل بيا د بې پلوه خلکو پر کورونو ډرون بريدونه يا د نورې وسلې استعمال وکړ، نو بيا به په يو لوی احتجاج لاس پورې کوي.

بلخوا د جنوبي وزيرستان د بدر سيمې اوسېدونکو هم ويلي وو چې له دې امله کډې کول پيل کړي دي چې د پاکستان امنيتي ځواکونه يې کورونه په درنو وسلو سره په نښه کوي.

د سروېکۍ تحصيل (سیمې) مشر شاه فيصل غازي وايي، له دې پرته چې د اګست پر ۱۷ د بدر او شاوخوا سيمو قبايلي مشرانو د پاکستان له پوځي او انتظامي چارواکو سره ليدلي ول، امنيتي ځواکونه پر يوشمېر کليو د توپونو او توپونو ګولو ډزې وکړې او د هغه په وينا، خلک مجبور دي چې نسبتاً ارامو ځايونو ته کډه شي.

ده وویل، "ډېر بد حالت دی. د رنګ خېل او شنګۍ کليو خلکو خپل کورونه خالي کړي او روان دی. موږ حکومت د امن په نوم راوستلي وو او ذمه واري يې ده چې امنیت ټینګ کړي. خو نن بيا حکومت راولاړ شوی او پر خلکو توپونه او ګولۍ وروي. خلک له خپل کورنيو سره هلته ژوند نه شي کولای."

دا له هغه وروسته ده چې د جنوبي وزیرستان په بدر سیمه کې ځایي مشرانو د اګست پر ۱۶ په یوه جرګه کې له حکومته د امنیت پر ځای کولو غوښتنه کړې وه.

د جرګې یو مشر ملک عصمت الله مشال راډیو ته ویلي وو چې په بدر کې پوځ د وسلوالو خلاف عملیات وکړل خو زیاتره تاوانونه پکې عام ولس ته ورسېدل.

د جرګې مشرانو تور پورې کړی وو چې د عملیاتو پر مهال د عامو خلکو کورونه په توغندیو ویشتل شوي دي او اوس خلک له بدر او ځینو نورو سیمو په کډه کولو مجبوره دي.

بدر د جنوبي وزیرستان هغه سیمه ده چې په دې وروستیو کې پکې د پوځ او وسله والو ترمنځ پر یو بل د بریدونو له کبله امنیتي‌ حالات تر پخوا ډېر خراب شوي دي.

په دې سیمه کې د اګست پر ۱۱ او ۱۳ د وسله والو له خوا په دوه جلا جلا بريدونو کې شپږ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۲۷ نور ژوبل شول.

بلخوا د سېپټېمبر پر ۲۴ (تله ۳) سهار مهال د شمالي وزیرستان په میرلي کې د پوځ او وسله والو ترمنځ د نښتې پر مهال د سبزۍ، مېوو او څارویو پر منډیۍ توغندي ولګېدل چې لسګونه څاروي، چې اکثريت يې غواګانې او مېښې وې، ژوندي وسوځېدلې او له مڼخه لاړې. بلخوا هلته يوشمېر دوکانونه هم وسوځېدل چې دوکاندارانو او سوداګرو ته يې د ميليونونو روپيو زيان واړاوه.

د هغې سيمې يوشمېر کسانو ويلي چې د پاکستان پوځ د ميرلي پر منډيۍ د هاوان مرمۍ واورولې چې له امله يې اور بل شو او هرڅه يې وسوځول، خو پوځ لا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی البته د شمالي وزيرستان ځينو حکومتي چارواکو ويلي چې اغېزمنو کسانو ته به د رسېدلي زيان جبرانوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG