د متحدو ایالتونو او روسیې جګپوړو ډیپلوماټانو د سه شنبې په ورځ، فبروري ۱۸ (سلواغې ۳۰)، د دوه اړخیزو اړیکو او په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو په اړه په سعودي عربستان کې خبرې پیل کړې.
دواړو خواوو هیله ښودلې او دا غونډه یې د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ مستقیمو خبرو ته د زمینې برابرولو لپاره لومړنی ګام بللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د متحده ایالاتو د پلاوي مشري کوي. په امریکايي پلاوي کې د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د منځني ختیځ استازی سټیو ویکوف هم شامل دي.
په روسي پلاوي کې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د پوتین جګپوړی مرستیال یوري اوشاکوف شامل دي.
د اوکراین مشرانو ویلي چې دوی ته په دغو خبرو کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي به د چهارشنبې په ورځ د اوکراین لپاره د امریکا د ځانګړي استازي کیت کیلاګ کوربه وي.
د متحده ایالاتو او روسیې ښکیلتیا د اروپایی مشرانو ترمنځ اندیښنه رامنځته کړې ده. اروپايي مشرانو ټینګار کړی چې د اوکراین د راتلونکي په اړه په خبرو اترو کې باید ددغه هېواد استازي ګډون ولري. دغو مشرانو همدارنګه غوښتي چې اروپایي هیوادونه په هغو جریاناتو کې شامل شي چې د اروپا د امنیت لپاره مهم دي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د دوشنبې په ورځ په پاریس کې د اروپايي مشرانو د یوې غونډې کوربه وو چې پکې د اوکراین د دفاعي لګښتونو د زیاتولو او د احتمالي امنیتي ضمانتونو په اړه خبرې وشوې.
اروپايي مشران په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو د پلان د یوې برخې په توګه دغه هېواد ته د سوله ساتو ځواکونو د لیږلو په اړه ویشلي دي. د بریتانیا او سویډن په ګډون یو شمېر هېوادونو اوکراین ته د سوله ساتو ځواکونو لیږلو ته تیاری ښودلی خو د جرمني صدراعظم اولاف شولتز ویلي چې په دې اړه خبرې له وخت څخه وړاندې دي.
مکرون په ایکس شبکه کې په یو بیان کې وویل: "موږ په اوکراین کې د یوې قوي او تلپاتې سولې غوښتونکي یو. دې هدف ته د رسېدلو لپاره، روسیه باید خپل یرغل پای ته ورسوي، او پکار ده چې اوکراین ته قوي او باوري امنیتي تضمینونه ورکړل شي."
د فرانسې ولسمشر وویل چې د پاریس له غونډې وروسته یې له ټرمپ او زیلینسکي سره خبرې کړي او د اروپا، امریکا او اوکراین د ګډو هلو ځلو اهمیت یې ورته په ګوته کړی دی.
زیلینسکي هم د "قوي او باوري" امنیتي ضمانتونو په اړتیا ټینګار کړی او اندېښنه یې ښودلې چې له دې پرته روسیه کیدای شي له اوکراین او یا کوم بل اروپايي هېواد سره بله جګړه پیل کړي.
فورم \ دبحث خونه