د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او روسیې له مذاکراتو وروسته امریکايي استازی اوکراین ته تللی


د اوکراین او روسیې دپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی کیت کیلاګ (چپ) په برکسل کې د اروپايي شورا د رئیس انتونیو کوستا او نورو مشرانو سره ګوري.
د اوکراین او روسیې دپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی کیت کیلاګ (چپ) په برکسل کې د اروپايي شورا د رئیس انتونیو کوستا او نورو مشرانو سره ګوري.

د اوکراین او روسیې دپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي چهارشنبې، فبروري ۱۹ (کب اوله) اوکراین ته د سفر په مهال وویل چې واشنګټن کیف ته د امنیتي ضمانتونو ورکولو اړتیا درک کوي.

کیت کیلاګ په کیف کې خبریالانو ته وویل، ددې لپاره اوکراین ته تللی چې د اوکرایني مشرانو اندېښنې واوري او ولسمشر ټرمپ ته یې ورسوي.

کیلاګ وویل امریکا غواړي د اوکراین جګړه پای ته ورسیږي چې د نوموړي په خبره، دا کار د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي له کیلاګ سره د پلان شوې کتنې وړاندې خبریالانو ته وویل، که څه هم متحده ایالاتو په ډاګه کړې چې له جګړې وروسته اوکراین ته د احتمالي سوله ساتي ځواک په چوکاټ کې سرتیري نه لیږي، خو واشنګټن کولی شي د هوايي دفاع د وړتیا برابرولو په څېر له نورو لارو د اوکراین ملاتړ وکړي.

بل خوا د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د چهارشنبې په ورځ بیا د اوکراین د شخړې او دغه هېواد ته د ملاتړ برابرولو په اړه د اروپايي مشرانو غونډه جوړه کړې ده.

کیلاګ په روانه اونۍ کې د اروپايي مشرانو سره هم وکتل. بل خوا، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون په سعودي عربستان کې له خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره خبرې وکړې.

روبیو وویل چې د سولې د ترلاسه کولو لپاره امریکا او روسیه باید جوړجاړی وکړي. هغه خبریالانو ته وویل: "هدف دا دی چې بحران ته په عادلانه توګه د پای ټکی کیښودل شي او داسې دوامدار ثبات رامنځته شي چې ټولو دخیلو خواوو ته د منلو وړ وي." په سعودي عربستان کې په خبرو کې د اوکراین او اروپا استازو ګډون نه درلود.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي دغو خبرو ته د نه بلل کېدو له کبله نیوکه کړې ده. ولسمشر ټرمپ په غبرګون کې پر هغه باندې انتقاد کړی دی.

ټرمپ د اوکراین ولسمشر ته په اشارې وویل: "نن ما ورڅخه واورېدل چې وايي، موږ ولې نه وو بلل شوي. تاسو دا درې کاله هلته موجود وئ. پکار وه چې له سره پیل شوی نه وای."

روسیې د ۲۰۲۲ په فبروري کې په اوکراین یرغل وکړ.

ټرمپ په فلوریډا کې په خپل هستوګنځي کې وویل چې د جګړې د پای ته رسولو "ډیر امکان" ویني. خو زیلینسکي ویلي چې هېواد یې د امریکا او روسیې په حکم روغه نه مني.

زیلینسکي په روانه اونۍ کې سعودي عربستان ته خپل پلان شوی سفر د نوموړي په خبره، ددې لپاره وځنډاوه چې داسې فکر ونشي چې د امریکا او روسیې د مذاکراتو سره تړاو لري.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټېمي بروس وویل چې واشنګټن او مسکو پرېکړه کړې چې "د اوکراین د بحران د ختمولو لپاره ژر تر ژره استازي وګماري او په کار پیل وکړي." بروس په ریاض کې غونډه، په دې برخه کې "یو مهم ګام" بللی دی.

روبیو وویل چې د جګړې د ختمولو لپاره پکار دي چې د اروپا او اوکراین مشران په خبرو کې شامل شي. هغه وویل چې د جګړې د پای ته رسېدو په صورت کې متحده ایالات به د سوداګرۍ او نورو نړیوالو مسلو په اړه د روسیې سره د ملګرتیا لپاره "د پام وړ فرصتونه" ولري.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس وویل چې هغې او د اروپا نورو د بهرنیو چارو مشرانو د متحده ایالاتو او روسیې تر غونډې وروسته له روبیو سره خبرې وکړې او د داسې یې حل لارې ملاتړ یې څرګند کړ چې اوکراین پکې مخکښ رول ولري.

کالاس په ایکس کې لیکلي: "روسیه به هڅه وکړي چې موږ وویشي. راځئ چې په دغه جال کې ونه لویږو... د متحده ایالاتو سره په ګډه کار کولو سره، موږ کولی شو د اوکراین د شرایطو سره سم عادلانه او تلپاتې سوله ترلاسه کړو."

روسیې د ۲۰۱۴ راهیسې د اوکراین پنځمه برخه خاوره لاندې کړې ده. مسکو د ۲۰۲۲ په فبروري کې هیله لرله چې ټول اوکراین لاندې کړي خو ددغه هېواد لخوا د مقاومت سره مخامخ شو او د داوړو خواوو ترمنځ جګړه وغځېده او دا مهال تقریبا هره ورځ په یو بل باندې هوايي بریدونه کوي.

زیلینسکي له ډیرې مودې راهیسې غوښتنه کړې چې ددغه هیواد د ۲۰۱۴ سرحدونه بیرته اعاده شي، خو امریکایي چارواکو ویلي چې د کیف دا او په ناټو کې د شمولیت غوښتنې له عملي کېدو څخه لیرې دي.

ددې راپور ځینې معلومات د اسوشیتد پرس، فرانس پرس او رویټرز څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG