د لاس رسي وړ اتصالات

د غوجلو له پاکولو د امریکا د بېسبال تر ډګرونو؛ د یو کډوال لوبغاړي د ژوند کیسه


ډینس کاسومبا
ډینس کاسومبا

د یوګانډا ۱۸ کلن ډینس کاسومبا هغه لوبغاړی دی چې د غوجل د پاکولو نه یې ځان د امریکا د بېسبال تر ډګرونو رسولی دی. هغه اوس د امریکا د بېسبال د یوې سترې لوبډلې غړی دی.

کاسومبا په یوګانډا کې د بیسبال لوبه زده کړې ده، په هغه ځای کې چې ډیرو کسانو ښايي ددې لوبې نوم نه وي اوریدلی.

کاسومبا د یوګانډا له پلازمینې بهر په یوې یتیمخانې کې ستر شوی. وايي، د ژوند چلولو دپاره اړ وو چې غوجلې پاکې کړي خو ناهیلی شوی ندی او هڅه یې کړې چې زیار وباسي او له هر فرصت څخه ګټه واخلي.

په روانه میاشت کې هغه د فریډریک کیز لوبډلې سره لومړنۍ لوبه ترسره کړه. په دې لوبو کې پیاوړي اماتور لوبغاړي لوبیږي. ډینس کاسومبا وايي: "کله چې ما ددغو لوبغاړو په ډله کې خپل عکسونه ولیدل، فکر مې وکړ چې ایا د دوی سره سیالي کولای شم؟"

کاسومبا اوس د امریکا د فریډریک کیز د لوبډلې غړی دی.
کاسومبا اوس د امریکا د فریډریک کیز د لوبډلې غړی دی.

له یوګانډا څخه امریکا ته د کاسومبا سفر په ټولنیزو رسنیو کې د زیاتو خلکو پام ځان ته اړولی دی. یو له هغو کسانو چې د کاسومبا سره یې مرسته کړې چې خوب یې په حقیقت بدل شي، امریکايي وکیل او د بېسبال لوبې مینه وال جاشوا ویلیمز دی.

ویلیمز وايي: "ټوله کیسه هغه وخت پیل شوه چې ما د هغه یوه ویډیو ولیدله چې د کوک په بوتل یې یو ټایر ووهو. ما ورسره په فیسبوک کې اړیکه ونیوله خبرې مې ورسره پیل کړې."

دوه کاله وخت یې ونیو چې کاسومبا د امریکايي‌ بېسبال لوبډلې سره تړون لاسلیک کړي. خو د فریډریک کیز لوبډلې مدیر ریني ریورا وايي، د انتظار ارزښت یې درلود.

د کاسومبا روزونکي او همکاران د هغه له لوبي خوښ دي.
د کاسومبا روزونکي او همکاران د هغه له لوبي خوښ دي.

رینی وايي: "موږ ټولو د هغه ځینې ویډیوګانې په انسټاګرام کې ولیدلې. د یو ښه لوبغاړي جذبه پکې لیدل کیده. فکر کوم لوبغاړو پکې دا ولیدل او نتیجه یې ورکړه."

کاسومبا وایي، په امریکا کې په یوې لوبډلې کې لوبېدل یې خوب په ریښتیا بدل کړی دی.

نوموړي وویل: "هلته زیات شمېر کسان وو، خلکو زما نوم او د کمیس شمېره یادوله:کاسومبا، کاسومبا. دا په ژوند کې لومړی ځل دی چې یو څوک له ما غواړي چې ورته لاسلیک وکړم او عکس ورسره واخلم."

کاسومبا وايي، نه یوازې د فریډریک کیز لوبډلې لپاره، بلکې د خپل هیواد، مینه والو او هغو خلکو لپاره لوبېږي چې لویې هیلې لري.

XS
SM
MD
LG