فرانسوي چارواکي وايي چې د پاریس په مذاکراتو کې به د نړۍ د ۳۲ هېوادونو استازي ګډون کوي چې د اوکراین لپاره نړیوال سوله ساتي ځواکونه جوړ کړي.
د فرانسې د پوځ یو چارواکي وویل چې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو د تشکیل هدف دا دی چې د روسیې مخه ونیول شي چې بیا په اوکراین برید ونه کړي.
د سه شنبې د ورځې په دغې غونډې کې به د اسیا او اقیانوسیه هېوادونو استازي له لېرې واټن څخه انلاین ګډون کوي.
بریتانیا او فرانسه د داسې یو ځواک جوړولو هڅه کوي. فرانسه دا ځواک د ملتونو ایتلاف بولي چې «دا وړتیا به ولري او غواړي» چې د اوربند په مهال د اوکراین د ساتلو د هڅو برخه وي.
دغه فرانسوي مقام، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې ولیکل شي، اسوشیتدپرس سره په خبرو کې د دغه پټ پلان په اړه، چې د پاریس په مذاکراتو کې به پرې بحث کېږي، معلومات ورکړل.
دغه چارواکي وویل که د روسیې په کوم برید کې اوربند مات شي، په درنو وسلو او د وسلو په زیرمو سمبال دا ځواکونه به په څو ساعتونو او ورځو کې د اوکراین په دفاع کې د مرستو لپاره ودانګي.
د پاریس د خبرو په لومړي پړاو کې به د بریتانیا او فرانسې د دغه پلان جزیات به د ګډونوالو هېوادونو د پوځ له مقاماتو سره شریک شي. د خبرو په دویم پړاو کې به «دقېق او قوي» بحثونه وشي او ګډونوالو به وغوښتل شي چې ووايي پوځ به یې په دې برخه کې څه ډول همکاري کوي او غواړي چې همکاري وکړي. نوموړي دا خبره وکړه چې په دې اړه به وروستۍ پرېکړې په سیاسي کچې نیول کېږي او د حکومتونو مشران به یې کوي.
د ناټو د ۳۲ هېوادونو د ایتلافیانو د پوځ مشران- او د کاناډا استازی- به د پاریس د غونډې برخوال وي. د فرانسوي چارواکي په وینا د کروشیا او مونتینګرو استازي نه په غونډې کې نه وي، وايي دوی ته بلنې استول شوې وې خو هغوی ځواب نه دی ورکړی.
د دغه مقام په خبره متحدو ایالتونو ته په دغې غونډې کې بلنه ورکړل شوې نه وه، ځکه اروپايي هېوادونه غواړي په اوکراین کې له اوربند وروسته د امنیت د ډېرې برخې مسولیت په غاړه ولري.
د قبرس، اتریش او ایرلنډ، چې د ناټو غړي نه دي، استازي به یې په دې غونډې کې وي. د استرالیا، نیوزلنډ، جاپان او جنوبي کوریا استازي به په انلاین ډول په غونډې کې ګډون کوي. د اوکراین د امنیت او دفاع د شورا غړی او لوړ پوړی پوځي مقام به د پاریس په خبرو کې د خپل هېواد استازیتوب کوي.
فورم \ دبحث خونه