د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په اوکراین د روسیې په بریدونو کې د بشري حقونو د قوانینو څخه سرغړاونې شوي


په اوکرین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څارونکي د روسي ځواکونو لخوا په ملکیانو او په ملکي زیربناوو بې سنجشه بریدونه او د چاودیدونکو موادو څخه کار اخیستل غندي او د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو څخه یې احتمالي سرغړاونه بولي.

د فبروري د میاشتې د ۲۴ مې نیټې راپدیخوا چې روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې وایي چې د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۳۵ عام خلک وژل شوي او ۱۶۵۰ ټپي شوي.

ملګري ملتونه وایي چې ښایي د وژل شویو او ټپي شویو شمیر تر دې هم لوړ وي ځکه چې د جګړې په دوران کې دقیق ارقام راټولول ګران دي.

په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې مشره متیلدا بوګنر وایي چې د دې هیواد په ښارونو، ښارګوټو او کلیو کې د انسانانو وژنې او کړاونه ورځ په ورځ ډیریږي.

میرمن بوګنر وویل چې تر ټولو ستره اندیښنه په ګڼ میشتو سیمو کې د چاودیدونکو وسلو څخه کار اخیستل دي.

د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې چې د اوکراین د لویدیځ څخه یې پدې هیواد کې د بشري وضعیت په هکله معلومات ورکول وویل چې د روسیې پوځ په پراخه توګه د توغندیو، درنو توپونو، مزایلونو، چاودیدنکو وسلو او هوایي بریدنو څخه په ګڼ میشتو سیمو باندې په بریدونو کې کار اخیستی.


هغې وویل، " شخصي کورونه، د اوسیدو څو پوړیزې ودانۍ، اداري ودانۍ، روغتیایي او پوهنې تاسیسات، د اوبو او حفظ الصحي مرکزونه او د بریښنا سیستمونه ټولې هغه سیمې دې چې په زیاته اندازه ویجاړې شوې".

د ملګرو ملتونو دې چارواکې همدارنګه وویل چې د دې زیربناوو د ویجاړیدو له کبله ملکیانو ته ډیر زیان رسیدلی او د هغوي د روغتیا، خواړو، اوبو، تعلیم او اوسیدنې د حقوقو څخه سرغړاونې شوي.

میرمن بوګنر تائید کړه چې د روسیې ځواکونو د خوشه یي بمونو څخه کار اخیستی خو تر څنګ یې وویل چې د هغو تورونو په هکله څیړنې کوي چې ویل کیږی د اوکراین ځواکونو هم کارولي.

په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې مشرې زیاته کړه چې دا بریدونو دومره زیان اړولی چې اندازه یې نشي کیدی او زیاتوي چې دا بریدونه جنګي جرایم بلل کیدی شي.

XS
SM
MD
LG