د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د یکشنبې ورځې راهیسې ۷۰۰ تنه وژل شوي


د ایم-۲۳ وسله والې ډلې غړي د ګوما په ښار کې د ګزمې پر مهال لیدل کیږي.
د ایم-۲۳ وسله والې ډلې غړي د ګوما په ښار کې د ګزمې پر مهال لیدل کیږي.

د ملګرو ملتونو یو ویاند جمعه جنوري ۳۱ ( سلواغې ۱۲) ویلي چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په شمال ختیځ کې د ګوما په ښار کې د تیرې یکشنبې ورځې راهیسې په شدیدې جګړې کې لږ تر لږه ۷ سوه تنه وژل شویدي.

د ایم-۲۳ په نامه وسله واله ډله چې روانډا یې تر شا ولاړه ده، د کانګو تر ټولو ستر ښار ګوما یې نیولی او پداسې حال کې د هیواد جنوب په لور خوځیدلي چې د کانګو پوځ او رضاکاران کوښښ کوي دې وسله والو ته ماتې ورکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفاني دوجاریک د جمعې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو اچ او او په سیمې کې نورو همکارانو یې پدې جګړې کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو په هکله معلومات راټول کړي.

ښاغلي دوجاریک زیاته کړه، "هغوي راپور ورکړی چې ۷۰۰ تنه وژل شوي ، ۲۸۰۰ نور ژوبل شوي چې په روغتیایي مرکزونو کې یې درملنه کیږي".

د ایم-۲۳ وسله والو د همدې روانې اوونۍ په سر کې د ګوما ښار ونیوه او هوډ یې څرګند کړی چې د پایتخت کینشاسا په لور به وخوځیږي.

د ملګرو ملتونو چارواکو اندیښنه څرګنده کړې چې په کانګو کې دا پرمختګونه ښایي په سیمې کې د پراخې جګړې پیل کیدو سبب شي.

د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې ځواک مشر، ژان پیري لکرویکس هم په نړۍ غږ کړی چې د پراخې جګړې پیل کیدو د مخنیوي او روانو جګړو بندیدو لپاره د ټولو دیپلوماتیکي هڅو څخه کار واخلي.


د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په روانډا تور پورې کړی چې په سیمې کې د منرالونو څخه ګټه اخیستل غواړي چې په نړیواله کچه په الکترونیکي وسایلو کې ترې کار اخیستل کیږي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم د کانګو دیموکراتیک جمهوریت دا ادعا تائید کړې او دا یې هم ویلي چې روانډا د ایم -۲۳ په وسله والو کنټرول لري.

خو روانډا بیا دا تورونه رد کړي او وایي چې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې نظامي مداخله نلري او یوازینی هدف یې د هوتو وسله والې ډلې له منځه وړل دي چې د ۱۹۹۴ میلادي کال قتل عام څخه وروسته جوړه شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG