د لاس رسي وړ اتصالات

د یوناما مشره د افغانستان په اړه خپل راپور د امنیت شورا ته وړاندې کوي


د امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه دا غونډه په داسې حال کې جوړوي چې د طالبانو د حکومت ویاند یوناما د خپل حکومت پرخلاف په پروپاګند تورنه کړې ده.
د امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه دا غونډه په داسې حال کې جوړوي چې د طالبانو د حکومت ویاند یوناما د خپل حکومت پرخلاف په پروپاګند تورنه کړې ده.

ملګرو ملتونو ویلي چې ټاکل شوې په افغانستان کې د دغې ټولنې د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا به د بلې اونۍ په سر کې د افغانستان په تړاو د امنیت شورا ته خپل راپور وړاندې کړي.

افغانستان کې د ملګرو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د سه شنبې په ورځ مارچ څلورم ( کب ۱۴) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې ټینګیدو د ادارې راپور خپور کړی چې په کې ویل شوي دا غونډه به د امنیت په شورا کې د ډنمارک د استازي په مشرۍ د را روانې دوشنبې په ورځ مارچ لسم( کب ۲۰) جوړه شي.

ډنمارک اوس مهال د امنیت د شورا نوبتي مشري په غاړه لري. تر اوسه دې غونډې ته د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا د راپور جزئیات نه دي خپاره شوي، خو میرمن اوتنبایوا په هرو دریو میاشتو کې د امنیت شورا ته خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کوي. همداشان افغانستان کې د یوناما ماموریت هم د مارچ د میاشتې په ۱۷ پای ته رسیږي او ټاکل شوې چې د امنیت شورا یې په اړه په همدې میاشت د تمدید په تړاو غونډه وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۱۵ (کب ۲۵) په یو پریکړه لیک کې د یو بل کال لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" ماموریت تائید کړی و.

تیرکال د امنیت شورا د ۲۷۲۷ نمبر پریکړه لیک د رایو په غوڅ اکثریت منلی و او د شورا ټولو ۱۵ غړیو یې په طرفدارۍ رایې ورکړې وې. ددغه پریکړه لیک له مخې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۵ کال مارچ میاشتې تر ۱۷ مې نیټې پورې تمدید شوی دی.

د یوناما په اړه د طالبانو دریځ

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امنیت شورا له خوا د یوناما د ماموریت د تمدید د پریکړې هرکلی کړی و او ویلي وو، چې دا اقدام د افغانستان په ګټه دی او دا ځکه چې دا هیواد نورو هیوادونو او سازمانونو سره اړیکو ته اړتیا لري او یوناما به د اړیکو د ټینګیدو په برخه کې کار وکړي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند د یو بل کال لپاره د یوناما د ماموریت د تمدید دمخه ددغې ادارې په کړنو باندې انتقاد کړی اویوناما یې د طالبانو د حکومت پر وړاندې په پروپاګند باندې تورنه کړې او ویلي دي چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت بریالی ماموریت نه وو.

ذبیح الله مجاهد د طالبانو تر کنټروړل لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې د یوناما د ماموریت په اړه ویلي، چې یوناما د افغانستان په اړه منفي تبلیغات کوي او هغه ډول فعالیت یې نه دی کړی، څنګه چې تمه ترې کېږي.

هغه ویلي: " متاسفانه په افغانستان کې د یوناما ماموریت لکه څنګه چې لازم و هغسې نه دی ترسره شوی، تل د یوناما له ادرس څخه د افغانستان په تړاو منفي راپورونه وړاندې شوي. متاسفانه په ملګرو ملتونو کې هم د افغانستان په اړه ناسم ذهنیت شته دی، ناسم معلومات هم د یوناما د چینل له لارې ترسره شوي دي."

ذبیح الله مجاهد په دې برخه کې په افغانستان کې د امنیتي مسایلو په اړه چې یوناما په خپل راپورونو کې ورته ځای ورکوي هم یادونه کړې او ویلي دي چې یوناما هڅه کړې دا ډول معلوماتو ته په خپل راپورکې په منفي ډول ځای ورکړي.

هغه ویلي چې د یوناما راپورونه د خلکو د اندیښنو سبب ګرځي چې د هغه په وینا ددغسې راپورونو خپرول د یوناما په ګډون د هیچا په کټه نه دي.

ملګرو ملتونو په پرله پسې ډول په خپلو راپورونو کې په افغانستان کې د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د القاعده او تحریک طالبان ټي ټي پي ډلې شتون او فعالیتونو یادونه کړې او د طالبانو د حکومت د چارواکو د ادعاو پر خلاف یې ددغو ډلو فعالیتونو باندې رڼا اچولې ده.

یوناما لا تراوسه د طالبانو د حکومت د ویاند دغو ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو دمخه ملګرو ملتونو ویلي وو، چې په بیطرف ډول د افغانانو بشري وضعیت د ښه کیدلو او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا ادعام لپاره په لارو چارو کارکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG