د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پاکستان ته امنیتي مرستې وځنډولې


پر پاکستان باندې د امریکا د مرستو د بندیدو پر ضد مظاهره
پر پاکستان باندې د امریکا د مرستو د بندیدو پر ضد مظاهره

د امریکا متحده ایالاتو د پاکستان پوځ ته تر هغه خپلې مرستې درولي تر څو چې دغه هیواد د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد "غوڅ اقدام" نه وي کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده هیدر نوریټ وایي د پاکستان حکومت د سیمې بې ثباته کوونکی دی.

میرمن نوریټ وویل "مونږ له پاکستان غواړو چې تروریستانو ته په خپله خاوره کې امن ځایونه ورنکړي، او هغوی چې د امریکا گټې تهدیدوي په قانوني توگه ونیسي. د امریکا متحده ایالات تیار دي چې د پاکستان سره په گډه د ټولو تروریستانو پر ضد پرته له توپیره مبارزه وکړي، او مونږ هیله من یو کله چې پاکستان د افغان طالبانو، د حقاني شبکې او نورو تروریستانو او یاغي ډلو پر ضد په زغرده مبارزې لپاره خپله لیوالتیا څرگنده کړي، وبه وتوانیږو چې خپلې دوه اړخیزې امنیتي اړیکې نوې او ژورې کړو".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا هم وویل چې د امریکا متحده ایالات به پاکستان ته پوځي وسایل او یا د امنیت اړوند پیسې انتقال نکړي مگر دا چې قانون اجازه ورکړي".

اسلام آباد وایي دغه څرگندونې "په بشپړه توگه د فهم وړ نه دي" او په دې یې ټینگار وکړ چې د تروریزم سره په جگړې او د افغانستان په ثبات کې په گډه کار وکړي.

پاکستاني مشران په دې ټینگار کوي چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ لپاره د دوی هیواد قرباني کوي.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د بهرنو چارو د وزارت د ویاندې له خولې لیکلي چې د امنیتي مرستو ځنډول به چارواکو ته وخت ورکړي چې په راتلونکو کلونو کې په دغو مرستو باندې غور وکړي.

د امریکا حکومت په همدې اونۍ کې پاکستان ته د ٢٥٥ میلیونو ډالرو مرستې وځنډولې.

د پاکستان او امریکا اړیکې د هغې نه وروسته خرابې شویدي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د افغانستان لپاره د ستراتیژۍ د اعلان په وخت پاکستان ته خبردارې ورکړ چې په خپل ملک کې دې ترهگرو ته نور پناه ځایونه نه ورکوي. ولسمشر ټرمپ د پاکستان په اړه په خپل یو ورستي ټویټ کې دا هم ولیکل چې پاکستان مدام هغوي تیرایستي دي او دروغ یې ورته ویلي.

ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټ کې لیکلي و چې امریکا پاکستان ته ٣٣ ملیارده ډالره ورکړيدي او نور به داسې نه کیږي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG