د لاس رسي وړ اتصالات

چیني او امریکايي چارواکي د یوبل د حکومتونو په اقداماتو اندیښمن دي


اکتوبر ۸: د امریکا د بهرنیوچارو وزیر په بیجنګ کې د خپل چینایي سیال وانګ يي سره ولیدل.
اکتوبر ۸: د امریکا د بهرنیوچارو وزیر په بیجنګ کې د خپل چینایي سیال وانګ يي سره ولیدل.

د چین د بهرنیوچارو وزیر ښاغلي پامپیو ته وویل د امریکا وروستیو اقداماتو د دواړو هیوادونو باور له منځه وړی او راتلونکې اړیکې يي د بی اعتمادۍ د سیورې لاندې کړي دي.

چین د خپلو ټولو صادراتو شاوخوا اتلس سلنه يي هرکال امریکا ته لیږي.
چین د خپلو ټولو صادراتو شاوخوا اتلس سلنه يي هرکال امریکا ته لیږي.

وانګ یي وویل امریکا په پرله پسې توګه د چین سره په تجارت کې خڼډونه زیات کړي دي او په داسی جدي اقداماتو يي لاس پورې کړې چې د تایوان په مسله کې يي د چین په قانوني حقونو تیری کړی. د چین د بهرنیوچارو وزیر وویل امریکا د پورته مسایلو ترڅنګ د چین په داخلي او بهرنۍ پالیسۍ بی أساسه ډول تورونه پوری کړي دي.

مایک پامپیو د دوشنبې په ورځ (اکتوبر۰۸) په چین کې و او د دواړو هیوادونو ترمنځ جدي اختلافات يي ومنل. ښاغلي پامپیو خپل چیني سیال ته وویل چې امریکا غواړي په دی ټولو مسایلو خبرې وکړي ځکه د چین سره دوه اړخیزه اړیکې ورته ډيرې مهمې دي. پامپیو وویل امریکا هم د چین د اقداماتو په اړه ډيره اندیښمنه ده باید په ټولو مسایلو خبرې وشي.

په متحده ایالاتو کې د کارګرو اعتراضونه:

په متحده ایالاتو کې د امریکا کارګري اتحادیې مخ په زیاتیدونکي ډول د جمهور رئیس ټرمپ لخوا د چین په څير هیوادونو باندې د مالیاتو په لوړلو د خپلې راتلونکې دپاره بی باوره شوي. جمهور رئیس ټرمپ پدې أراده دی چې په چین د مالیاتو لوړول به په امریکا کې دننه کارونه زیات کړي، مزد به لوړ شي او د کارګرو دپاره به شرایط ښه شي.

امریکایي کارګر زیات معاش، صحي بیمه او تقاعد غواړي.
امریکایي کارګر زیات معاش، صحي بیمه او تقاعد غواړي.

یوازی د امریکا په جنوبي ایالت، جورجیا کې د /بول موس تیوب/ شرکت کې د یونایټیډ سټیل کارګري اتحادیې ۵۶ غړي لدې امله بی سرنوشته دي چې شرکت يی ورسره بل قرارداد نه لاسلیکوي. دا به د صحي بیمې د تادیې دپاره د نورو پیسو ورکولو له امله د کارګرو د معاشونو لوړول سبب شي.

د یونایټډ سټیل کارګري شرکت مقاماتو امریکاغږ ته وویل که په امریکا کې د جمهور رئیس ټرمپ هدف د هغو شرکتونو دپاره د فولادو د ارزښت او مقدار لوړول وي، چې پر کارګرو يی استعالوي، نودا یو بد اقدام دی.

پدې وروستیو کې د یونایټډ د فولادو کارګري اتحادیې څه باندې دیرش زره غړي د دوه شرکتونو پرضد پدی همغږه شوو چې که د قرارداد په نوي کولو کې د پخوانيو ماکولاتو په حفظ، میاشتنۍ تنخوا ورته زیاته نکړي، دوئ به يي پرضد اعتراضونه شروع کړي.

کارګري ټولنې په ډير جدیت د جمهوررئیس ټرمپ د هغې اجنډا سره هم مخالف دي چې غواړي په شتمنو خلکو مالیه کمه کړي او د مهاجرت اړوند سخت قوانین وضع کوي.

د (ای.اف.ال سي.آی.او) کارګري ټولنو لوی فدراسیون د امریکا، مکسیکو او کاناډا ترمنځ د آزادې سوداګرۍ نوې قرارداد (یوسمکا) یو ښه اقدام ګڼي، خو غواړي تر عملي کیدو مخکې يي پدې پوه شي چې د کارګرو حقوق به پکې څنګه خوندي ساتل کیږي؟

XS
SM
MD
LG