د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ وایي د شمالي کوریا سره خبرې نه کوي


د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره سینډرز د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي دي چې د شمالي کوریا سره د اتومي وسلو په سر مذاکرات نه کوي. دا د امریکا د بهرنو چارو د وزیر ریکس ټیلرسن د هغه څرگندونو نه وروسته دي چې هغه وویل غواړي د شمالي کوریا سره خبرې وکړي او دا چې واشنگټن د پیونگ یانگ سره په مستقیمه توگه مذاکرات کوي.

ساره سینډرز خبریالانو ته وویل "مونږ په دې خبره پوهه یو چې اوس د خبرو وخت ندی."

د ساره خبرو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ټویټ تائید کړ چې یې د یکشنبې په ورځ کړی و. ټرمپ په ټویټ کې د بهرنو چارو وزیر ټیلرسن ته مشوره ورکړیده چې د شمالي کوریا سره په خبرو خپل وخت نه ضایع کوي او وې ویل چې امریکا به هغه څه وکړي چې ورته ضرورت لري.

ساره وویل چې "د شمالي کوریا سره یواځي د هغو امریکایانو په هکله خبرې شویدي چې هلته په شمالي کوریا کې بندي دي او مونږ غواړو چې هغوي بیرته خپل ملک ته راولو."

ساره زیاته کړه چې د دغې مسلې نه علاوه د شمالي کوریا سره په بله کومه موضوع د خبرو امکان نشته دی.

XS
SM
MD
LG