د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: له اوکراین څخه‌ پر روسیې بریدونه نه هڅوو


د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

وروسته له هغه چې په روسیه کې پر یو شمیر مرکزونو د ډرون بریدونه وشول او داسې وګڼل شوه چې دا بریدونه کیف کړي، متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ ډسمبر شپږمه (لیندۍ ۱۵) وویل له اوکراین څخه پر روسیې بریدونه نه "هڅوي".

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن خبریالانو ته وویل:" موږ اوکراین ندی تشویق کړی او نه مو هم دا توان ورکړی چې د روسیې په داخل کې برید وکړي."

خو ښاغلي بلینکن زیاته کړه دا مهمه ده چې درک شي اوکراینیان د روسیې د روان برید په ترځ کې څه ډول حالت لري. هغه روسیه تورنه کړه چې پر ملکي اهدافو په بریدونو سره له ساړه ژمنې څخه د وسلې په توګه کار اخلي.

د متحدو ایالتونو دغه جګپوړي چارواکي څرګنده چې امریکا او متحدین یې غواړي ډاډمن شي چې اوکراینیان د ځانونو، د خپلې خاورې او خپلې ازادۍ لپاره هغه امکانات په لاس کې لري‌ چې پکار یې دي.

کارپوهان په دې باور دي چې اوکراین د پخواني شوروي اتحاد د وخت د ساده ډرون الوتکو په مرسته د روسیې پر فضا نفوذ کړی. دغه کارپوهان زیاتوي چې اوکراین په دې اقدام کې د غرب له میلیاردونو ډالرو نظامي مرستو څخه استفاده نده کړې.

روسیه وایي چې د یاد هیواد په خاوره کې پر دریو مراکزو د دوشنبې په بریدونو کې درې کسان وژل شوي او دوه الوتکې زیانمنې شویدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وویل:" موږ له اوکراین سره د هغه څه مرسته کوو چې په خپل مستقل قملرو، د اوکراین په خاوره کې یې د روسي یرغلګرو په وړاندې پکار دي."

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په ښکاره ویلي دي چې اوکراین ته د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو له ورکولو ملاتړ نه کوي ځکه د تاوتریخوالو له زیاتیدو ویریږي او کیدای دا کار امریکا په مستقیم ډول د روسیې له یرغل سره مخ کړي.

ددې راپور په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی

XS
SM
MD
LG