د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان چین کې د کروناویروس رېښې پلټي 


د کروناویروس له کبله تر دې دمه نژدې دوه میلیون انسانان مړه شوي
د کروناویروس له کبله تر دې دمه نژدې دوه میلیون انسانان مړه شوي

د روغتیا نړیوال سازمان د نړیوالو متخصیصینو یوه ډله چین ته استوي چې د کروناویروس رېښې وپلټي او معلومه کړي چې دا ویروس ځنګه پیدا او خپور شو.

دا ډله به راروانه پنجشنبه چین ته رسیږي، خو لا معلومه نه ده چې اجازه به ورکړل شي چې د چین د ووهان ایالت ته چې د کروناویروس د زېږېدو ځای بلل کیږي، ولاړه شي او که نه.

د ملګرو ملتونو یو ویاند سټیفن دوچارېک په دې اړه وویل: « د روغتیا نړیوال سازمان د دغې وبا سره د مبارزې مشري کوي او دا ډېره مهمه ده چې دا سازمان د دغې وبا رېښې په پېدا کولو کې هم مشري په غاړه واخلي چې په آینده کې موږ لا ښه چمتو واوسو.»

چین د دوشنبې په ورځ د روغتیا د نړیوال سازمان د دغې ډلې د ورتلو خبر ورکړ او‌ په همدې ورځ په کې ۱۰۳ کسان د کروناویروس په ناروغۍ اخته شول. دا په تېرو پنځو میاشتو کې لومړی ځل دی چې په یوه ورځ په چین کې دومره کسان د کرونا په ویروس اخته کیږي.

امریکايي چارواکي د چین حکومت تورنوي چې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه یې معلومات پټ کړي او په وخت یې په دې اړه معلومات خپاره کړي‌ نه دي. خو چین دا تورونه ردوي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ایالت کې خپور شو.

د امریکا د جانز هاپکنس پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې دمه په نړۍ کې څه باندې ۱.۹ میلیون خلک د دغه ویروس له کبله مړه شوي‌ او تر ۹۰ میلیون ورپورته نور انسانان پرې اخته دي.

دا په داسې حال کې دي چې په امریکا او برتیانیا کې د کروناضد واکسینونه تولید شوي او استعمال پيل شوی دی،‌ خو ورسره د کروناویروس نوې څپې هم پید اشوي دي.

XS
SM
MD
LG