په بامیان کې د کچالو د ساتلو لسگونه سړېخونې جوړیږي

د بامیان کچالو

د بامیان په ولایت کې مقامات وایي چې کروندگرو ته د اسانتیاو د برابرولو، د کچالو د بیې د تنظیم کولو او بازار ته په وخت عرضه کولو لپاره د اسیایي بانک په مرسته لسگونه زیرمتونونه (سړې خونې) جوړوي.

د بامیان د کرهڼې ریاست وایي د کچالو د ساتلو لپاره دغه سړې خونې ددې بانک د ٢٥ میلیون ډالرو په مالي همکارۍ جوړیږي.

دغه مقامات وایي پدې سره به د زراعتي محصولاتو په ځانگړې توگه د کچالو د ساتلو او بازار ته په وخت عرضه کولو لپاره ددې ولایت د کروندگرو یو لړ ستونزې حل شي.

د بامیان ولایت د کرهڼې رئیس عبدالوهاب محمدي د امریکا غږ ته ویلي چې "اسیایي پرمختیایي بانک د (افغانستان) ١٢ ولایتونو کې د کرهڼې د ودې لپاره ٧٥ میلیون ډالرمرسته کړې چې ددغو مرستو شاوخوا له ٢٠ نه تر ٢٥ میلیون ډالر به یې په بامیان ولایت کې د کچالو د ساتلو د سترو او کوچنیو زیرمتونو په جوړولو ولگیږي".

په بامیان ولایت کې هر کال په سلگونو زره ټنه کچالو تولیدیږي، چې د مقاماتو په وینا د کچالو له درکه د هیواد د وگړو نیمایي اړتیاوی پوره کوي.

د معیاري ذخیرو نشتون ددې سبب کیږي چې کچالو سم ونه ساتل شي او د فصل د ټولو پر وخت یې نرخ راولویږي. خو د بامیان ولایت د کرهڼې ریاست هیله من دی چې پدې سره به کروندگر خپل تولید شوي کچالو په سمه توگه ذخیره کړي او په مناسب وخت کې به یې بازار ته عرضه کوي.

یو شمیر کروندگر وایي چې د کچالو د فصل سره جوخت کله چې هغه بازار ته عرضه کوي د ایران او پاکستان کچالو هم بازار ته راځي چې دغه کار د داخلي تولیداتو د بیې د ټیټیدو سبب کیږي.

له بلې خوا په بامیان کې د کرهڼې متخصصین وایي هغه سړېخونې چې په تیرو کلونو کې د کرهڼې ریاست له لورې جوړې شوي معیاري ندي.

د بامیان ولایت د کرهڼې او مالدارۍ پوهنځي رئیس احمدحسین راسخ د امریکا غږ ته ویلي چې دمخه جوړو شویو زیرمتونونو سمه نتیجه نده ورکړې او د بخار کولو کچه یې لوړه ده، کچالو خپل وزن بایلي نو که د هغه په وینا معیاري ذخیره ځایونه جوړ شي کروندگرو ته به یې زیاته گټه ورسیږي.

د مقاماتو په وینا سږکال په بامیان کې څه دپاسه ٣٧٠ زره ټنه کچالو تولید شوي دي چې دا د تیر کال په پرتله ٢٠ فیصده زیاتوالی ښیي.