کابل کې د ښځو لاریون؛ 'پر طالبانو دې نړیواله ټولنه فشار واچوي'

دغو ښځو د دشت برچي په سیمه کې په یو واټ د " تروریستي رژیم باید محکوم شي"- طالبان جنایت کوي نړۍ یې ملاتړ کوي" – تحیصل، کار، ازادي" او د " طالبانو نسکوریدل زمونږ مرام دی" شعارونه ورکول.

کابل کې د چهارشنبې په ورځ سپتمبر۱۱( وږي ۲۱) د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانو په یو لاریون کې د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو د جنایتونو د مخنیوي لپاره دې پر دغې ډلې خپل فشارونه زیات کړي.

ددغو معترضو ښځو دا لاریون د " د افغانستان د ښځو تاریخ د بدلون غورځنګ" د غړو له خوا د کابل ښار په لودیځه خوا کې تنظیم شوی و، چې لاریون کوونکو په کې د طالبانو پرخلاف شعارونه هم ورکړل.

دغو ښځو د دشت برچي په سیمه کې په یو واټ د " تروریستي رژیم باید محکوم شي"- طالبان جنایت کوي نړۍ یې ملاتړ کوي" – تحیصل، کار، ازادي" او د " طالبانو نسکوریدل زمونږ مرام دی" شعارونه ورکول.

ددغه لاریون په پای کې لاریون کوونکو په یو پریکړه لیک کې ویلي: " په تیرو دریو کلنو کې ښځو په پرله پسې ډول د افغانستان د ازادۍ، د ښځو او اقلیتونو د حقونواو د خپلو نورو مشروع او قانوني غوښتنو لپاره مبارزه کړې ده، خو هره ورځ چې د طالبانو د ظالم او جابر حکومت تیریږي پر ښځو باندې چې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي لا نور محدودیتونه لګوي".

دغه معترضو ښځو ادعا وکړه چې د طالبانو مقاماتو ویلي چې اوس مهال د هغوی په زندانونو کې ۷۰۰ کسان د اعدام د سزا سره مخ دي او په زرګونو نور ددغې ډلې په ویروونکو زندانونو کې ورځې شپې سبا کوي.

په دې پریکړه لیک کې ویل شوي: " په داسې شرایطو کې د ډیرو ژوند تر ګواښ لاندې دی، د افغانستان د ښځو د تاریخ د بدلون غورځنګ د نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې پر طالبانو باندې د فشار په راوړلو سره د افغانستان د وګړو د ډله ییز اعدام څخه دې مخه ونیسي".

دغوښځو ویلي چې ددغه لاریون په ترڅ کې غوښتل چې د افغانستان وضعیت ته د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونود سازمانو پام ورواړوي اوهغوی ته ددې یادونه وکړي چې " نسل وژنه،د ښځو حذفول، د اقلیتونو حذفول، د افغانستان د خلکو حقونو ته نه پاملرنه او په خپلسر اعدامونه په دې هیواد کې دوام لري".

د کابل په لودیځ کې د ښځو دا لاریون په دې وروستیو میاشتو په ځانګړي ډول په افغانستان کې د طالبانو د مشر له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د توشیح وروسته د طالبانو د کړنو پرخلاف د افغان میرمنو لومړنی لاریون دی.

په تیرو دریو کلنو په موده کې چې طالبان واک ته رسیدلي افغان میرمنو په کابل او یو شمیر ولایتونو په مرکزونو کې د خپلو حقونو لپاره پراخه لاریونونه کړي دي. د طالبانو حکومت په لسګونو معترضې ښځې نیولي او په زندانونو کې اچولي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک د بیا ترلاسه کولو وروسته د ښځو په ګډون بې شمیره مدني فعالان او د ښځو د حقونو ملاتړي نیولي او په زندانونو کې اچولي دي. ملګرو ملتونو په یو وروستي راپور کې ویلي چې ددغسې کسانو نیول او په زندان کې اچول لا هم دوام لري.

طالبانو د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی او هم یې د کور څخه بهر له کارکولو ښځې او نجونې منع کړي دي.

همداشان طالبانو په عام ژوند کې هم پر ښځو او نجونوباندې پرله پسې محدودیتونه لګولي دي. ښځې یې د ملګرو ملتونو په ګډون په دولتي او غیر دولتي موسسو کې له کار کولو منع کړي او هم یې عمومي حمانونو، پارکونو او ورزښي کلپونو څخه تللو څخه ښځې او نجونې منع کړي دي. طالبانو د اوږد سفر پرمهال پرښځو د محرم د لرلو شرط او هم له کور بهر د حجاب د اغوښتلو شرط هم لګولی دی.

طالبانو د ملګرو ملتونو او د نړیوالې ټولنې د پرله پسې غوښتونو سره سره تراوسه د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی، بلکې په دې وروستیو کې پرښځو او نجونو نور محدودیتونه هم لګولي دي. طالبان وايي چې د اسلام په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او پر نجونو او ښځو باندې د زده کړو محدودیتونه موقتي بڼه لري.