د یو پاکستاني څیړنیز مرکز د راپور پر اساس د روان ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې په دغه هیواد کې ۷۹ امنیتي بریدونه شوي چې ۷۶ په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو وو.
په دغه هېواد کې د 'پاکستان د جګړې او امنیت د څیړنو انسیتیوت' په نوم یوې غیر دولتي ادارې د یکشنبې په ورځ مارچ دویم ( کب ۱۲) د فبرورۍ د تیرې میاشتې په اړه په خپل راپور کې ویلي چې په دغه میاشت کې په شویو ۷۹ بریدونو کې ۴۷ پاکستاني امنیني منسوبین او۵۵ ملکي وکړي وژل شوي دي.
په دې راپور کې ویل شوي چې تیره میاشت په امنیتي پیښو کې ۸۱ پاکستاني امنیني منسوبین او ۴۵ ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي. دغه اداره هره میاشت د وسله والو بریدونو او د بریدونو په پایله کې اوښتې مرګ ژوبلې په اړه راپورونه ورکوي.
په دې راپور کې ویل شوي چې تیره میاشت تر ټولو زیات وسله وال بریدونه د خیبرپښتونخوا په ایالت کې شوي، چې په قبایلي سیمو (فاټا) کې په ۲۱ بریدونو کې ۲۲ امنیتي منسوبین او اته ملکي وګړي وژل شوي دي.
ددې راپور په اساس د پاکستان د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې هم ۹۸ وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي او ۵۰ مشکوک وسله وال نیول شوي دي.
ددغه څیړنیز مرکز د راپور له مخې د اکثرو بریدونو مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي"، لښکر اسلام او د حافظ ګل بهادر وسله والو ډلو په غاړه اخیستی دی.
په دې راپور کې ویل شوي چې په بلوچستان ایالت کې په ۳۲ وسله والو بریدونو کې ۱۰ امنیتي منسوبین، ۳۵ ملکي وګړي او ۱۱ وسله وال کسان وژل شوي. ددغو بریدونو د اکثرو مسولیت یې د بلوچستان د ازادۍ اردو ( بلوچستان لبریشن ارمي)، بشیر زیب، ازادۍ ډلې (بي ایل ایف) او "یو بي آې" په غاړه اخیستی دی،
د پاکستان د جګړې او امنیت د څیړنو انسیتیوت په دې راپور کې ویلي، چې د سند په ایالت کې درېو نسبتآ کوچنیوبریدونو کې يو امنیتي منسوب وژل شوی دی، خو په دې راپور کې ویل شوي چې تیره میاشت د پنجاب په ایالت کې يو بريد هم نه دی شوی، خو په دغه ایالت کې امنیتي ځواکونو تیره میاشت ۱۶ مشکوک وسله وال نیولي دي.
همداشان په دې راپور کې ویل شوي چې تیره میاشت د پاکستان امنیتي ځواکونو د وسله والو مخالفانو پرخلاف خپل عملیات زیات کړي وو، چې له امله یې ۱۵۶ وسله وال وژل شوي وو او ۲۰ نورټپیان شوي وو. همداشان ددې راپور پر اساس ۶۶ شکمن وسله وال د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي هم وو.
دغه انسیتیوت ویلي چې د روان ۲۰۲۵ کال په لومړیو دوو میاشتو کې په پاکستان کې ټول ۱۵۳ بریدونه شوي چې په ترڅ کې یې ۱۰۴ امنیتي منسوبینو او ۷۵ ملکي وګړو په ګډون ۱۷۹ کسان وژل شوي وو.
ددې راپور له مخې په تیرو دوو میاشتو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې ۳۶۴ وسله وال وژل شوي او ۷۰ شکمن وسله وال نیول شوي دي. همداشان په دې راپور کې ویل شوي چې په تیرو دوو میاشتو ګې په پاکستان کې د سړي تښتونو ۴۶ پیښې هم شوي دي.
د پاکستان پوځ لا تراوسه د پاکستان د جګړې او امنیت د څیړنو انسیتیوت دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.