د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په ګډون د دواړخیزې همکارۍ پراخیدلو لپاره اړتیا ده چې طالبان په افغانستان کې د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.
ددغه وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ فبرورۍ ۱۴ (سلواغې ۲۶) اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې په افغانستان کې د تروریستي ډلو شتون طالبانو د حکومت سره د سوداګریزې همکارۍ په ګډون د پاکستان د نه همکارۍ د یو عمده علت په توګه یاد کړ او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې دا ډله باید دغه ستونزې ژر هوارې کړي.
هغه وویل: " افغانستان د پاکستان ګاوندی دی. یوه عمده موضوع چې زمونږ اړیکې خبرابوي په افغاسنتان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې د تروریستانو د پناه ځایونو شتون دی".
شفقت علي خان وویل چې ددې لپاره چې پاکستان د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا سره نښلول کیږي، دا اړیکې د کابل او اسلام اباد په ګډون د سیمې لپاره ډیرې اړینې دي، خو دغه پاکستاني چارواکي وویل چې اوس مهال د تروریستانو د فعالیت له امله دا کار ممکن نه دی.
هغه وویل: " طالبانو ته ددې یادونه کوو، چې په سیمه کې د اوږدې مودې پرمختګ، دواړخیزې همکارۍ او هغه کیدای شي چې د دواړو هیوادونو په ګډه او هوساینه اوسي، خو ترهغې چې دا ستونزه نه وي هواره شوي ترلاسه کیدای نشي".
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت سره به تعامل ته دوام ورکړي، خو زیاته یې کړه چې تر هغې چې په افغانستان کې د تروریستانو د شتون مسله هواره شوي نه وي د کابل او اسلام اباد ترمنځ ګډې همکارۍ به کومه پایله ونلري.
دغه پاکستاني چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په دې وروستیو ورځو کې یو ځل بیا د کابل او اسلام اباد ترمنځ لفظي شخړې زیاتې شوي دي.
د دواړو خواو له خوا دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې د کابل په ګډون په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) د وسله والو بریدونه زیات شوي دي.
د طالبانو حکومت پر پاکستان تور لګولی چې د داعش وسله وال په افغانستان کې د تروریستي بریدونو لپاره د پاکستان د خاورې څخه کار اخلي. خو اسلام اباد دا ټورونه رد کړي او د طالبانو پر حکومت یې تور لګولی چې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" ډلې وسله والو ته یې په افغانستان خوندي پناه ځایونه برابر کړي دي.
د طالبانو حکومت ویلي چې د ټي ټي پي مسله د پاکستان کورنۍ مسله ده او کابل هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرخلاف وکاروي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ددغو څرګندونو دمخه د پاکستان او ترکیې ترمنځ د ستراتیژیکي همکاریو د عالي شورا د اومې غونډې د جوړیدو وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له خوا د پنجنشنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۱۳ (سلواغې ۲۵) خپره شوې دواړو هیوادونو په افغانستان کې په ټولشموله حکومتدارۍ باندې هم ټینګارکړی دی.
په دې ګډه اعلامیه کې د طالبانو له حکومت د تروریستي ډلو پرخلاف د کوټلو اقداماتو غوښتنه هم شوې ده.
په دې کډه اعلامیه کې ویل شوي: "هغوی( ګډون کوونکو) ټینګار وکړ چې افغانستان باید د تروریستي ډلو په پناه ځای بدل نشي. لنډ مهالې افغان چارواکي باید د تروریزم پر وړاندې د تحریک طالبان پاکستان او اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش په ګډون د ټولو هغو ډلو پرخلاف چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ شمیرې د بندیزونو په لیست کې شامل دي ټول اړین اقدامات ترسره کړي".
په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دغو دواړو هیوادونو یو سوله ییز او باثباته افغانستان څخه ملاتړ څرګند کړی او د افغانانو د یوې باثباته راتلوونکې په هدف یې د لنډ مهالې حکومت د چارواکو [طالبانو] سره د تروریزم په ضد د هڅو په ګډون د نړیوالې ټولنې د دوامدارې، همغږې او منسجمې بوختیا باندې ټینګار کړی دی.
فورم \ دبحث خونه