د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني او ترکي چارواکي: افغانستان باید د تروریستانو په خوندي پناه ځای بدل نشي


د ترکیې جمهور رئیس، د چهارشنبې په ورځ سفر اسلام اباد ته د رسیدلو پر مهال د صدراعظم شهباز شریف او نوروحکومتي چارواکو له خوا ورته تود هرکلی ویل شوی دی.
د ترکیې جمهور رئیس، د چهارشنبې په ورځ سفر اسلام اباد ته د رسیدلو پر مهال د صدراعظم شهباز شریف او نوروحکومتي چارواکو له خوا ورته تود هرکلی ویل شوی دی.

پاکستان ته د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د سفر پرمهال د دواړو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو د ستراتیژیکي همکاریو د عالي شورا په اومه غونډه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې کړي او ویلي دي، چې افغانستان باید د تروریستانو په پناه ځای بدل نشي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲ (سلواغې ۲۴) پاکستان ته په یو دوه ورځیني سفر ددغه هیواد پایتخت اسلام اباد ته د رسیدلو پر مهال د صدراعظم شهباز شریف او نورو لوړ پوړو حکومتي چارواکو له خوا ورته تود هرکلی وویل شو.

د پاکستان او ترکیې ترمنځ د ستراتیژیکي همکاریو د عالي شورا د اومې غونډې د جوړیدو وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له خوا د پنجنشنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۱۳ (سلواغې ۲۵) خپره شوې په افغانستان کې په ټولشموله حکومتدارۍ باندې هم ټینګار شوی دی.

په دې کډه اعلامیه کې ویل شوي: "هغوی( ګډون کوونکو) ټینګار وکړ چې افغانستان باید د تروریستي ډلو په پناه ځای بدل نشي. لنډ مهالې افغان چارواکي باید د تروریزم پر وړاندې د تحریک طالبان پاکستان او اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش په ګډون د ټولو هغو ډلو پرخلاف چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ شمیرې د بندیزونو په لیست کې شامل دي ټول اړین اقدامات ترسره کړي".

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دغو دواړو هیوادونو یو سوله ییز او باثباته افغانستان څخه ملاتړ څرګند کړی او د افغانانو د یوې باثباته راتلوونکې په هدف یې د لنډ مهالې حکومت د چارواکو [طالبانو] سره د تروریزم په ضد د هڅو په ګډون د نړیوالې ټولنې د دوامدارې، همغږې او منسجمې بوختیا باندې ټینګار کړی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "په دې برخه کې هغوی د ټولشموله حکومتدارۍ پر اهمیت او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون یې د افغانانو اساسي حقونو ته په درناوي باندې ټینګار وکړ. همداشان دواړو خواو افغانانو ته د بشري مرستو د دوام په اړتیا باندې هم ټینګار کړی دی".

د ترکیې او پاکستان په ګډه اعلامیه کې د طالبانو له حکومت څخه د اسلامي دولت د خراسان د څانګې داعش په ګډون د تروریستي ډلو پر وړاندې د جدي اقداماتو دا غوښتنه په داسې حال کې شوې، چې د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول ویلي چې د داعش د ډلې وسله وال په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو لپاره د پاکستان له خاورې کار اخلي.

پاکستان هم پر طالبانو باندې د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" ډلې ته د پناه ورکولو تورونه لګوي.

ددې سربیره په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ادعا کړې چې داعش ډله هم په افغانستان کې مرکزونه لري.

منیر اکرام د فبرورۍ لسم ( سلواغې ۲۲) د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوې غونډې ته په وینا کې د ملګرو ملتونو راپورونو پر اساس وویل چې یوازې افغانستان د داعش – خراسان څانګې د استخدام مرکز دی او په پاکستان کې دا ډله وسله وال نه استخداموي.

بل پلو د امنیت په شورا کې د امریکا د متحده ایالاتو استازې دوروتي شي، دې غونډې ته په وینا کې د داعش – خراسان ډله نړیوال ګواښ وباله او اندیښنه یې څرګنده کړه چې دا ډله نه یوازې په افغانستان بلکې په پاکستان کې د وسله والو استخدامولو توان لري.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي منیر اکرم څرګندونې بې اساسه بللي دي.

عبدالقهار بلخي د سه شنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۱۱ (سلواغې ۲۳) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې (داعش) په ګډون تروریستي ډلې ځپل شوي او طالبانو په دغه هیواد کې د تروریستي ډلو پټنځایونه له منځه وړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت په دغه اعلامیه کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې وروستیو تروریستي بریدونو ته په اشارې ویلي چې اکثره دغه بریدونه په پاکستان کې پلان شوي او عاملان یې د " ډیورنډ کرښې له پورې غاړې" رااوښتي دي.

طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی ادعا کوي چې په دغه هیواد کې یې د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) په ګډون ټولې وسله والې ډلې له منځه وړي او بشپړ امنیت یې ټینګ کړی دی.

خو داعش او د طالبانو د حکومت ځینو نورو مخالفو وسله والو ډلو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د کابل په ګډون د افغانستان په ځینو ښارونو کې د بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG