د پاکستان د پارلمان او سرحداتو وزير وايي په اسلام اباد او راولپنډۍ کې مېشت اسناد لرونکي افغانان دې پېښور ته کډه شي او چې قانوني اسناد نه لري هغه به د تورخم پر لار افغانستان ته ستنوي.
امير مقام د فبرورۍ په ٢٤ ( کب٦) دا څرګندونې په اسلام اباد اوپنډۍ کې افغان کډوالو ته د ورپېښو ستونزو په باب د امريکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې کولې. نوموړي وویل، "حکومت مو افغان کډوالو ته امر کړی چې د فبرورۍ تر ۲۸ دې له اسلام اباد او پنډۍ څخه ووځي چې اسناد لري هغه دې خيبرپښتونخوا ايالت ته کډه شي خو چې اسناد نه لري هغوی افغانستان ته ستنوو. "
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي افغان کډوالو ته د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر ٣١ په اسلام اباد کې د اوسېدو لپاره د اجازتنامې شرط کښېښود خو د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه پوليسو نه یوازې د دوی په نيولو لاس پورې کړ بلکې افغانستان ته یې هم ستنوي.
افغان کډوال وايي، چې يوه اوونۍ وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د مهاجرت نړیوال سازمان خبر ور کړی و چې د فبرورۍ تر ٢٨ وړاندې دې دوی له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه ووځي او نورو ښارونو ته دې کډه شي. دوی وايي، د پاکستان حکومت اسناد لرونکي کډوال نيسي او له حاجي کمپ څخه يې مستقیم تورخم ته وړي او طالبانو ته يې سپاري.
د اسلام اباد په چک شهزاد سيمه کې میشت افغان کډوال زرين خان د فبرورۍ په ٢٤ ( کب٦) امريکا غږ ته وويل، "د پاکستان حکومت بايد د پوليسو اداره د خپل کړي امر له مخې پابنده کړي چې که څوک له دې ښارونو باسي نو د تورخم دروازې پر ځای دې د اټک پر پوله خيبر پښتونخوا ته واړوي نه چې افغانستان ته، ځکه چې هلته یې ژوند ته ګواښ پېښ دی."
په راولپنډۍ کې مېشتې یوې افغان کډوالې درخانۍ امريکا غږ ته وويل، "د هغې ورور له پي او آر کارت سره پوليسو حاجي کيمپ ته وړی او بيا يې پر تورخم اړولی دی او واړه واړه بچي يې تر شاته پاته دي."
نوموړې زياته کړه، چې د پاکستان حکومت که افغانان له راولپينډۍ او اسلام آباد څخه باسي نو د بشري همدردۍ پر بنسټ دې یې طالبانو ته په لاس نه ورکوي بلکه د حکومت موخه له دواړو ښارونو څخه افغانان شړل دي چې هغه پېښور ته په لېږدولو هم پای ته رسيږي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د مهاجرت نړیوال سامازن په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي ول چې هغوی بل موقعیت ته د افغان کډوالو «د انتقال د بڼې او مودې په اړه وضاحت» غواړي.
په پېښور کې د سياسي چارو شننونکی او خبريال شميم شاهد وايي، "زه د افغانانو له خبرو سره اتفاق لرم ځکه چې پاکستان د اسلام آباد او راولپنډۍ د پرېښولو حکم کړی دی نو بيا خو دې افغان کډوال پر تورخم باندې طالباتو ته په لاس نه ور کوي بلکه د پاکستان نورو سيمو ته دې یې و لېږدوي خو د بشر دوستۍ او همدردۍ په خاطر دې نور نه ځوروي ځکه چې په داسې حال کې افغان کډوال دې ته اړ دي چې په ټيټه بيه خپل کورونه او کاروباونه و پلوري، دا ښارونه پرېږدي او کډه وکړي خو دا به ډير ناروا کار او لوی ظلم وي."
ياده دې وي د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له پاکستان څخه د شاوخوا دریو میلیون افغان کډوالو د اېستلو پلان منظور کړ. په دغه پلان کې ټول اسناد لرونکي او اسناد نه لرونکي کډوال او هغه پناه غوښتونکي شامل دي، چې د طالبانو له راتګ وروسته له کابل څخه تښتېدلي او بل هېواد ته د تګ لپاره په اسلام اباد کې خپلو ویزو ته منتظر دي.
امریکا غږ د پاکستان حکومت دا پلان لیدلی دی. د دغه نوي پلان په لومړۍ مرحلې کې به افغان کډوال له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه اېستل کېږي او افغانستان ته تر ستنولو مخکې په ټاکل شویو کمپونو کې ځای په ځای کېږي. د دغه پلان په اړه به عمومي اعلان نه کېږي.