په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو د حکومت له خوا اداره کیږي ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ورته له دغه هیواد څخه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پلان تائید کړی، چې له مخې به یې په لومړي پړاو کې افغان کډوال د اسلام اباد او پنډۍ له ښارونو او بیا به د ټول دغه هیواد څخه هم وایستل شي.
د افغانستان سفارت د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۹ (کب اول) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه اعلامیه کې د پاکستان د حکومت په دې پریکړه اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې ددغه سفارت مسئولینو له پاکستاني چارواکو او نړیوالو سازمانونو سره په ناستو کې په دومره لنډ وخت کې د ټولو افغان کډوالو ایستل او په دې هکله د پاکستان د یوې اړخیزې پریکړې په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "بالآخره، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ومنله چې د اسلام آباد او راولپنډۍ او همداراز نږدې راتلونکي کې له ټول پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پلان قطعي او حتمي دی. د هغوي په وینا دا د پاکستان د حکومت رسمي فیصله ده چې له دې وروسته به په اسلام آباد او پنډۍ کې یوازې هغه افغانان کولای شي واوسي، څوک چې قانوني ویزه ولري".
د روان ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په لومړۍ اونۍ کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له پاکستان څخه د شاوخوا دریو میلیونو افغان کډوالو د اېستلو پلان تصویب کړ. په دغه پلان کې ټول اسناد لرونکي او اسناد نه لرونکي کډوال او هغه پناه غوښتونکي شامل دي، چې د طالبانو له راتګ وروسته له کابل څخه تښتېدلي او بل هېواد ته د تګ لپاره په اسلام اباد کې خپلو ویزو ته منتظر دي.
امریکا غږ د پاکستان د حکومت دا پلان لیدلی دی. د دغه نوي پلان په لومړۍ مرحلې کې به افغان کډوال له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه اېستل کېږي او افغانستان ته تر ستنولو مخکې په ټاکل شویو کمپونو کې ځای په ځای کېږي. د دغه پلان په اړه به عمومي اعلان نه کېږي
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو د حکومت له خوا اداره کیږي هم ویلي چې پاکستان حکومت دا پلان د دغه سفارت او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ سره هم نه دی شریک کړی.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې وروستیو کې په اسلام آباد او راولپنډۍ کې افغان اتباع د پولیسو له خوا نیول کیږي، پلټل کیږي، او ورته ویل کیږي چې له دغو ښارونو څخه دې ووځي او د پاکستان نورو برخو ته دې نقل شي.
دغه سفارت ویلي د افغانانو د نیولو دغه پروسه چې په نا اعلان شوي شکل پیل شوې، په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ته هم په دې اړه کومه رسمي مکتوبي اطلاع نه ده ورکول شوې.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "په دې هکله دغه سفارت د پاکستان اړونده اداراتو او چارواکو سره متعددې غونډې وکړي ترڅو د موضوع په اړه وضاحت وشي؛ که چرته انفرادي عمل وي چې مخه یې ونیول شي او که پالیسي وي باید عامه او ټولو ته ورسول شي".
د طالبانو تر کنټرول لاندې سفارت ویلي چې همداراز، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو (UNHCR) سره په ناستو کې څرګنده شوه چې هغوی هم د روان وضعیت په اړه ناخبره پاتې ول.
په اعلامیه کې ویل شوي: " د افغانستان سفارت یاده موضوع له کابل سره شریکه کړې، ترڅو د خپلو وطنوالو د باعزته عودت او په دې برخه کې د موجودو ننګونو په اړه غور وشي".
د افغانستان د سفارت ددغې اعلامیې دمخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ایم) په یوه ګډه اعلامیه کې د پاکستان د حکومت په دې پریکړه اندیښنه ښودلې وه.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د مهاجرت نړیوال سامازن په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي چې هغوی بل موقعیت ته د افغان کډوالو «د انتقال د بڼې او مودې په اړه وضاحت» غواړي.
د پاکستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ استازي فلیپا کانډلر وویل: "افغانستان ته په زوره شړل به د ځینو خلکو ژوند له مخ په زیاتېدونکي خطر سره مخامخ کړي. موږ په پاکستان کې باندې ټېنګار کوو، چې (د کډوالۍ) اسنادو ته له کتو پرته، له خطر سره مخامخو افغانانو ته مصونیت برابر کړي."
په اسلام اباد کې د مهاجرت د نړیوال سازمان د ماموریت مشرې میو ساتو وویل چې د هغوی اداره ژمنه ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د پاکستان له حکومت سره د افغان کډوالو د ثبتولو، مدیریت او امنیتي پلټنې په برخو کې کار وکړي.
هغې وویل: "دا به د هغو افغانانو ته، چې ضرورت لري، نړیوال خوندیتوب او نورو افغانانو ته چې په دغه هېواد کې له ډېر وخت راهېسې ټولنیز-اقتصادي او کورنۍ روابط لري، د مناسبو حل لارو دروازه پرانیزي".
دغو ادارو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي، چې د دغه پلان په تطبیق کې د بشري حقونو معیارونه په پام کې ونیسي. دوی همدغه راز له اسلام اباد څخه غوښتي دي، چې د قانوني او اقتصادي کډوالو په اړه دې مناسب مراحل په پام کې ونیسي، په دغې برخې کې هغه کډوال هم شامل دي، چې د کډوالو د نړیوالې ادارې په همکارۍ د پاکستان حکومت ورته "افغان تابیعت کارتونه" ورکړل شوي. د دوی شمېر ۸۰۰زرو ته رسي.
پاکستان کې دا مهال ۱.۴ میلیون افغان کډوالو ته، چې د اوسېدو قانوني اسناد لري، د روان ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې د اوسیدو اجازه ورکړه ده. دوی به د دغه پلان په دوېیم پړاو کې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه واېستل شي.
فورم \ دبحث خونه