یوې غیر انتفاعي ټولنې (افغانایویک) چې په متحدو ایالتونو کې د افغان کډوالو د ځای په ځای کولو او مېشت کولو کې مرسته کوي، د امریکا د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزیرانو ته په یو استول شوي لیک کې ویلي، چې افغانان باید د بهرنیو مرستو د بندولو له فرمان څخه مستثنی وي.
افغانایویک د امریکا په امنیت باندې د دغه فرمان د منفي پایلو په اړه ولسمشر ټرمپ ته خبرداری ورکړی او ویلي دي، چې لسګونه زره هغه افغانان چې د طالبانو له غچ سره مخامخ دي، دا مهال په نړۍ کې په ناڅرګند حالت کې دي.
د افغان ایوک مشر شان واندایور په دغه لیګ کې، چې دوې ورځې مخکې استول شوی، ویلي دي چې د دغه فرمان یو عواقب به دا وي، چې اعتماد به ختم شي او په سیمې کې به په جګړې کې د امریکايي ځواکونو ملاتړ ته زیان ورسوي.
نوموړي لیکلي دي، که افغانان په دغه فرمان کې مستثنی نه شي، دا به د داعش ډلې په څېر دښمنانو ته څرګند کړي چې «متحده ایالتونه خپل ملګري یوازې پرېږدي» او دا کار به د هغو افغان-امریکایانو چې د امریکا د پوځ په لیکو کې کار کوي، مېړونه، ښځې، ماشومان او میندې او پلرونه له خطر سره مخامخ کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لا د دغه لیک په اړه څه نه دي ویلي.
ټرمپ د خپل کار په لومړۍ ورځ د کډوالو او امریکا د سرحدونو د کنترول لپاره څو فرمانانونه لاسلیک کړل، چې یو هدف یې د ناقانونه کډوالو مخنیوی او د هغوی کسانو اېستل دي، چې په ناقانونه ډول امریکا ته راغلي دي.
ټرمپ د مهاجرت پروګرامونه او د امریکا بهرنۍ مرستې تر۹۰ ورځو پورې بندې کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو د «حیاتي بشري مرستو» په برخه کې معافیت اعلان کړ، خو د بشري حقونو کارکوونکي وایي چې دغه معافیت یوه ګډوډي رامنځ ته کړې ده.
د مهاجرت د پروګرامونو بندول د شاوخوا ۴۰زره هغو افغانانو پروازونه هم ځنډولي دي، چې د خاصو کډوالو په توګه منظور شوي او امریکا ته د راتګ انتظار کوي.
په همدې حال کې د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې پخواني مشر او د دغې خونې اوسني استازي مایکل مککال د سي بي اس تلویزون ته ویلي دي، چې امریکا ته د افغانانو راتګ «یوه ناغوښتل شوې پایله وه، چې باید اصلاح» شي.
مککال ویلي دي: «موږ هغوی ته هغه وخت د حفاظت ژمنه ورکړې وه، چې په افغانستان کې یې زموږ له ځواکونو سره یې کار کاوه. هغوی ژباړونکي دي چې زموږ د جنګي ځواکونو په څنګ کې ولاړ وو.»
هغه وویل چې دا کسان د مهاجرت ځانګړې ویزې لري او سوابق یې هم پلټل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، طالبانو هغه افغانان نیولي، بندي کړي او شکنجه کړي او ان وژلي دي، چې د لویدیځ په ملاتړ د مخکني حکومت سره یې کار کړی و او جنګېدلي. خو طالبان دا تورونه ردوي.
د افغان ایویک مشر او بل امریکايي مقام، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ویلي دي چې د ټرمپ دغه فرمان د شاوخوا ۳۰۰۰هغو افغان کډوالو برخلیک هم ناڅرګند کړی، چې په قطر او البانیا کې امریکا ته د تګ لپاره منتظر دي.
دوی ویلي دي، شاوخوا ۵۰۰۰نورو کسانو، چې منظوري یې ترلاسه کړې او ویزو ته انتظار کوي، په نورو هېوادونو کې اېسار پاتې دي. په دوی کې ۵۰ فیصده په پاکستان کې دي، پاکستان ګواښ کړی چې دا خلک به وباسي.