د طالبانو د حکومت له خوا د افغانستان په طبي څانګو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز پریکړې ته د غبرګونونو په لړ کې د بخښنې نړیوال سازمان دغه نوی بندیز غندلی او په دغه هیواد کې یې پر نجونو او ښځو باندې د ټولو لګیدلو محدودیتونو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان د سه شنبې د ورځې ناوخته ډسمبر درېیم (لیندۍ ۱۴) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان په طبي څانګو کې د نرسینګ او قابلیه ګۍ په ګډون له زده کړو د نجونو او ښځو منع کول د ښځو او نجونو پر وړاندې وروستی سخت اقدام دی.
د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت معین بخت الرحمن شرافت کابل کې دغه وزارت کې د طبي انستیتیوتونو د مشرانو سره په یوه غونډه کې هغوی ته ویلي چې سر د سه شنبې د ورځې ډسمبر درېیم (لیندۍ ۱۳) په طبي انسیتیوتونو (قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ، لابراتوار) ته د نجونو محصلینو په شمولیت او روانو درسونو بندیز لګیدلی دی.
په دې غونډه کې د طبي انستیتیوتونو ځینو ګډون کوونکو د نوم نه ښودلو په شرط سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې بخت الرحمن شرافت ورته وویل چې په دې برخه کې دا فیصله وروستۍ فیصله ده او "په دې اړه خبرې زموږ ستاسې له صلاحیته لوړې دي".
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت لا په رسمي ډول پر دغو راپورونو تبصره نه ده کړې. د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو د نوی اقدام د ښځو او نجونو پر وړاندې ددغې ډلې د جنسیت پر بنسټ د "سیستماتیکو بریدونو" یوه برخه ګڼلې ده.
دغه سازمان ویلي: "د زده کړو حق د بشر یو اساسي حق دی چې طالبان د یو سخت سیاست له مخې یو د بل پسې په څرګند ډول هغې څخه سرغړونه کوي".
په دې اعلامیه کې وړاندې ویل شوي: "دا اقدام نه یوازې په افغانستان کې د ښځو د زده کړو په برخه کې وروستی مسیر تړي، بلکې په دغه هیواد کې چې په نړۍ کې یو ترټولو د میندو د مړینې لوړه کچه لري هم د ښځو او نجونو د روغتیا په برخه کې به ویجاړونکي پایلې ولري".
د ملګرو ملتونو د شمیرونو له مخې افغانستان د امیدوارو میندو د مړینې له پلوه په اسیا کې تر ټولو لوړه کچه لري چې په هرو ۱۰۰ زرو میندو کې د زیږون پر مهال ۶۳۸ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو څخه غوښتي چې د ښځو پر وړاندې دې خپل ټول هغه فرمانونه چې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي لغوه کړي.
ددغه سازمان د وینا پراساس افغان میرمنې او نجونې باید پرته له ویرې او له خپلو حقونو څخه د محرومیدو پرته خپلو انساني حقونو څخه برخمنې اوسي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "طالبان باید سمدستي د جنسیت پر بنسټ د ځورونې سیستم ته د پای ټکی کیږدي او نړیوالو بشري حقونو د قوانینو پراساس د افغانستان مکلفیتونو ترسره کړي".
د بخښنې د نړیوال سازمان ددې اعلامیې دمخه افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافیر ریچارد ډکسن هم د طالبانو د مشر په دې پریکړه ژوره خواشیني ښودلې وه.
هغه ډسمبر درېیم ( لیندۍ ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پرخپله پاڼه لیکلي: "زه د نوي راپور په اړه چې طالبانو په افغانستان کې ښځې له طبي زده کړو منع کړي ډیر خواشینی شوی یم. دا د ښځو د زده کړو د حقونو په برخه کې یو بل سپکاوی دی او روغتیايي خدمتونو ته به د افغان میرمنو او ماشومانو لاس رسی نور هم محدود کړي."
د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته چې طالبانو د لومړۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی په ځانګړي ډول د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر ۲۴ وروسته چې طالبانو په افغانستان کې په پوهنتونونو کې نجونې او ښځې له زده کړو منع کړې په دغه هیواد کې زرګونو ښځو او نجونو د طب په څانګه کې د قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ او لابراتوار په برخو کې د منځنۍ کچې زده کړو ته مخه کړې وه.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د نیمه طبي زده کړو په انسیتیوتونو کې د کابل سربیره په یو شمیر ولایتونو کې په لسګونو زره نجونې په زده کړو بوختې وې.
په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د طالبانو ساتوونکي د سه شنبې په ورځ ډسمبر درېیم (لیندۍ ۱۳) دغو انسیتیوتونو ته د ښځینه زده کوونکو د ننوتلو مخه نیسي. په دې ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د دغو روزنیزو مرکزونو چارواکي له ښځو او نجونو ته وايي چې د نوې پریکړې له مخې په دغو مرکزونو کې زده کړې ځنډیدلي او په کار دي چې هغوی په دې اړه راتلوونکې اطلاع ته منتظر پاتې شي.
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده په طبي انستیتیوتونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو دا بندیز په داسې حال کې لګولی چې د طبي انسیتیوتونو د چارواکو د معلوماتو له مخې په اکثرو دغو انسیتیوتونو کې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو د نجونو د وروستي سمستر ازموینې پیلیدلې.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال اګست کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته ددغې ډلې د لوړو زده کړو وزارت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ د یوې پریکړې له مخې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز د لګیدلو څخه ۷۱۴ ورځې تیرې شوي دي.
طالبانو له وړاندې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی چې د ۱۱۷۴ ورځو په تیریدو لا هم ښوونځي د نجونو پرمخ همداسې تړلي پاتې شوي دي
ملګري ملتونه وايي چې افغانستان اوس مهال په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې په رسمي ډول نجونې او ښځې له زده کړو منع شوي دي.