د پاکستان د بلوچستان ايالت په بولان سيمه کې د مارچ ۱۱ (کب ۲۱) پر رېل ګاډي د بريد او د سلګونو کسانو د يرغملولو تر پېښې وروسته د اختر په رخصتیو کې خپلو کورونو ته تلونکي مساپر وايي، د ځمکنۍ لارو پرځای د الوتکو سفر خوندي بولي خو د ټکټونو اخیستلو وس نه لري.
بلوچستان ايالت ته تلونکي مسافر وايي پخوا به يې په بسونو کې سر ته خطر پېښ وو خو اوس په بلوچستان کې د رېل ګاډي تر پېښې وروسته دغه سفر هم خوندي نه دی.
په کوټه کې مدني فعال وايي چې وراره یې سخت ناروغه وو خو د ناامنۍ او د لارو د خطر له امله يې له کوټې تر اسلام آباده په ډېره لوړه بيه د الوتکې ټکټونه واخيستل چې امن ورسېږي.
نوموړي د مارچ ١٤ ( کب ٢٤) امريکا غږ ته وويل: "په موټر کې سفر د سر په بيه وو نو په دې خاطر مو د الوتکې ټکټونه وکړل چې اوس يې بيه تر پخوا څو چنده زياته ده خو بله چاره راسره نه وه ځکه چې شپه وي او که ورځ خو په بلوچستان کې په عام موټرو کې په سفر کولو کې ويره او ترهه ده چې خدای مه کړه ناببره څه پېښې سره مخ نه شو."
نوموړي پر پاکستاني چارواکو غږ وکړ چې د بلوچستان ټولې لويې لارې دې خوندي کړي او بل دې د هوايي سفر تکټونه ارزانه کړي چې په ځانګړو بیړنیو حالاتو کې سفر کول اسان وي.
په اسلام آباد کې مېشت د کوټې يو اوسېدونکی محمد نعمان ناصر وايي دوی د وسله والو د بريدونو له کبله په بسونو او موټرو کې تګ پرېښودی وو او په ريل ګاډي کې به تلل خو اوس هغه هم خوندي نه دی.
نوموړي د مارچ ١٤ ( کب ٢٤) امريکا غږ ته وويل: "موږ مزدورکار خلک په پردي ښار کې له ډېرې مجبورۍ ژوند کوو او څو مياشتې پس دومره کرايه جمع کړو چې په ريل ګاډي کې کوټې ته ولاړ شو خو اوس له ډاره پکې سفر نشو کولای."
محمد نعمان ته ورته اندېښنه په راولپينډۍ کې يو بل مساپر حافظ نعيم (د کوټې اوسېدونکی ) هم څرګنده کړه او وايي چې په ورستيو کې هم له بسونو مساپر را ښکته کړل شوي ول او و وژل شو نو د ولس کومه ګناه ده چې داسې وژل کېږي.
هغه د مارچ ١٤ ( کب ٢٤) امريکا غږ ته وویل" اوس نو بلوچستان ته د سفر کولو يوه محفوظه لاره پاته شوه چې هغه هوايي لاره ده خو مزدرکار خلک په هغه لاره د سفر کولو مالي توان نه لري. "
امريکا غږ د امنيتي ستونزو په اړه له ترانسپورت لرونکو کسانو سره خبرې وکړې نو هغوی هم د پاکستان چارواکو څخه غوښتنې لرلې.
د کوټې يو ترانسپورتر الياس خان امريکا غږ ته وويل، کله چې یې بسونه له کوټې د کراچۍ پر لور روان شي نو دا ويره راسره وي چې خدای مه کړه د بس چلونکی او کلينر يې د لوټمارانو او ترهه ګرو د مرميو ښکار نه شي. "له کوټې تر کراچي پورې د سرکار هېڅ عملداري نشته نو مساپر به څه وژغوري۔"
هغه زياته کړه، له کوټې تر اسلام آباد پورې لار هم له خطره خلاصه نه ده ځکه چې پر دې لار هم وسله وال ځای په ځای د سورلي پر موټرو بريدونه کوي او په تېره د سلېمان غره له سيمې دهنه سر څخه تر دېره اسماعيل خانه پورې بيا په ټوله لار له لوټمارانو ډکه ده.
په اسلام آباد کې د سياسي چارو شنونکي او خبريال ضمير حسین ډېتو وايي، که وګورو نو د بلوچستان حالات هلته د سفر کولو اجازه نه ور کوي خو پر دې برسېره هلته حالات د اوسېدو قابل هم نه دي۔
ضمير ډېتو امريکا غږ ته وويل: "که څوک په بلوچستان کې د بېلتونپالو خبره کوي نو له امنيتي ځواکونو ورته خطر دی او ګه د امنيتي ځواکونو د ملګرتيا خبره کوي نو بېلتونپال يې نه پرېږدي او تر څو چې بلوچستان ته د سفر خبره ده نو د يو عام کس لپاره اوس ډېره ګرانه شوه چې په رېل ګاډي کې سفر وکړي اوس نو محفوظه لار د هوايي سفر ده چې هر څوک دومره مالي توان نه لري چې په الوتکه کې ولاړ شي۔"
هغه زياته کړه، "بايد رياست (دولت) د ولس د حفاظت لپاره بيړني ګامونه پورته کړي چې خلک بې له ويرې او ترهې سفر کولې شي ځکه چې د ولس حفاظت کول د رياست (دولت) تر ټولو لویه او لومړۍ فريضه ده ځکه چې نه يواځې د بلوچستان او کوټې مساپرو ته خطر دی بلکه له کوټې د سیند ايالت او په خصوصي توګه د جيکب آباد، لاړکانې او سکر اوسېدونکو ته هم ډير خطر ور پېښ دی چې د بولان پر لاره کوټې ته ځي راځي."
تير ٢٠٢٤ کال د اګست په مياشت کې د موساخيل ولسوالۍ په راړه شم سيمه کې له مساپر وړونکو موټرو څخه ٢٣ مساپر را ښکته کولو پس ترهه ګرو وژلي ول او لس موټرې يې سوځولې وې.
د بلوچستان حکومت اعلی وزير مير سرفراز بګټي رسنيو ته په خپلو وينا کې تل ویلي چې د ترهه ګري ختمولو په باب به هر قسم عمليات کوي خو تر اوسه يې داسې عملي ګامونه نه دي پورته کړي چې ولس په بې غمه زړه سفر وکوي.
د بلوچستان ايالت مرکزي ښار کوټه د سوداګرۍ د يو لوی مرکز په حیث ډیر اهمیت لري، ځکه کوټې ته د ټول پاکستان سوداګر له افغانستان او ايران سره د سوداګرۍ په خاطر ځي او له هغه ځايه د پاکستان نورو ښارونو ته مالونه ليږدوي خو له دوو لسيزو کوټې ته تلونکې ټولې لويې لارې د ترهګرو، بېلتونپالو او لوټمارو تر بريدونو لاندې دي.
د پاکستان ريل ګاډی په ١٨٦١ کال په سیمه کې د انګرېزانو په وخت کې پيل شوی وو چې په ١٩٤٧ کال يې د پاکستان له جوړيدو وروسته پاکستان ته حواله کړ.
د پاکستان ريل ګاډی له کراچۍ تر خيبره ټول ټال ٧٧٨٩ کلوميتره پټلۍ لري او ٤٧٩ تمځايونه لري چې په دې کې تر ٩٠ زره زيات کسان نوکرۍ لري او تر څنګ يې نور په زرګونو خلک په کې روزګار کوي.
له کوټې څخه پنجاب او د خيبر پښتونخوا ترمنځ روزانه يو رېل ګاډی او له کوټې تر کراچۍ په اوونۍ کې دوه واره ريل ګاډی سفر کوي او مساپر وړي.
د نورې نړۍ ريل ګاډي د وخت سره په نوي او تير رفتار او جدید ټرېنونو بدل شوي خو د پاکستان ريل ګاډي تر اوسه هم هغه د انګريز د وخت انجنې چلوي او هېڅ نوی بدلون نه دی په کې راغلی نو له دې کبله يې هم سفر ډير سست او له خطره ډک دی.