امریکا په غزه کې د ملکیانو وژنه غندلې او پر اسرائیل یې د مخنیوي غږ کړی

د غزې خان یونس کې ملکي تلفات

په جنوبي غزه کې د ملګرو ملتونو پر یوې سرپناه باندې له خونړي برید وروسته، امریکا په غزه کې د ملکیانو وژنه غندلې او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر اسرائیل یو ځل بیا غږ کړی چې د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د جنوبي غزې ترټولو ستر ښار خان یونس کې د پنجشنبې په ورځ جنوري ۲۵ (سلواغې پنځمه) جګړې په داسې حال کې زور اخیستی چې ملګرو ملتونو ویلي، پر یوې سرپناه یې د اسرئیل د ټانکونو د برید په نتیجه کې د مړو شمېر ۱۲ ته رسېدلی دی.

په غزه کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مسئول توماس وایټ په یو بیان کې وویل: "تر اوسه د ۱۲ کسانو مړینه تائید شوې او له ۷۵ څخه زیات کسان ټپیان دي چې د پنځلسو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی."

هغه وویل، د چهارشنبې په ورځ پر دغه سرپناه باندې چې په زرګونو بې ځایه شوي فلسطینیان پکې مېشت دي، د ټانک دوه مرمۍ لګېدلي دي.

افریقا ته د سفر پر مهال، بلینکن خبریالانو ته وویل چې د ملګرو ملتونو پناه ځای "اړین دی او باید خوندي وساتل شي."

بلینکن زیاته کړه: "موږ د اسرائیل له حکومت سره خبرې کړي او باور لرو چې لکه څنګه چې اړینه او مناسبه ده، د دې پیښې په اړه پلټنه وکړي." بلینکن دا څرګنده نه کړه چې په کومه کچه یې له اسرئیل سره دا خبرې کړي دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې رئیس فیلیپ لازاریني وویل چې دا برید "د جګړې د اساسي اصولو ښکاره سرغړونه" وه.

هغه په ایکس شبکه (ټویټر) کې لیکلي، پر ودانۍ لیکل شوي وو چې په ملګرو ملتونو پورې اړه لري، او د موقعیت په اړه معلومات یې د اسرائیل له چارواکو سره شریک شوي وو.

د اسرئیل پوځ ددغه برید په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې "په دغه سیمه کې د خپلو ځواکونو د ترسره شویو عملیاتو بشپړه څېړنه کوي"، او زیاته کړې یې ده چې دا احتمال هم څیړي چې ښايي دا د "حماس د ډزو پایله" وي.

د اسرائیل پوځ یوازینی ځواک دی چې د غزې په تړانګه کې ټانکونه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پټیل په دې اړه ویلي چې متحده ایالات دا بمباري غندي او غوښتنه کوي چې "د ملکي وګړو ساتنه وشي او د ملګرو ملتونو تاسیسات خوندي وساتل شي."

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د حماس اورپکو د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې د یو بې ساري برید په پایله کې د اسرائیلي چارواکو په خبره، شاوخوا ۱۱۴۰ کسان ووژل چې زیاتره یې ملکي خلک وو او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

ددې برید په ځواب کې، د حماس د حکومت د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د اسرائیل په هوايي او ځمکنیو پوځي عملیاتو کې تراوسه شاوخوا ۲۵۷۰۰ کسان وژل شوي چې ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.