ایا ټرمپ به د محکوم کیدو په صورت کې زنداني شي؟

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قانوني سر خوږي او ګڼو جنايي تورونو سره مخ دی، چې هره ورځ جدي کیږي او که ثابت شي، د هغه سیاسي راتلونکی له ګواښ سره مخ دی او حتی د زنداني کیدو احتمال یې هم شته.

ټرمپ چې تېره اوونۍ په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو د نتایجو د بدلولو په تور په محکمه کې حاضر شو، تر دې مخکې د یو شمېر نورو تورونو په تړاو په نیویارک او فلوریډا کې په فدرالي محکمو کې حاضر شوی و. د جورجیا په ایالت کې د هغه په وړاندې هر ګړۍ د څلورم تور لګیدلو تمه کیږي.

د متحده ایالاتو هیڅ ولسمشر تر اوسه د جنایی تورونو لپاره نه دی محاکمه شوی او هیڅوک نه پوهیږي چې پر ټرمپ له تور لګیدلو وروسته به څه پیښ شي.

د ټرمپ پر وړاندې د تورونو په تړاو ډېرې حقوقي پوښتنې شته، چې ځینو ته یې ځواب ویل ډېر ستونزمن دي.

ایا ټرمپ کولای شي بیا ولسمشر شي؟

په دې مسله کې ټولیز اتفاق شته: حتی که ټرمپ تورن هم وپیژندل شي ، هیڅ قانوني خنډ نشته چې د ولسمشرۍ لپاره د هغه مخه ونیسي.

د متحده ایالاتو اساسي قانون د دې هیواد د ولسمشرۍ د نوماندانو لپاره درې شرایط مشخص کړي: دوی باید په متحده ایالاتو کې زیږیدلي اتباع وي، لږترلږه ۳۵ کلن وي او لږترلږه ۱۴ کاله یې په متحده ایالاتو کې ژوند کړی وي.

زیات شمیر کارپوهان دې ته په اشارې چې ټرمپ دا ټول درې شرایط لري، استدلال کوي چې ایالتونه نشي کولی د هغه څه اخوا چې د متحده ایالاتو په اساسي قانون کې بیان شوي د ولسمشرۍ نوماندانو لپاره اضافي تقاضاوې رامینځته کړي.

د ټاکنو د قانون کارپوه یوجین مازو وايي چې حتی د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ لپاره د یو "ذهني کمزورتی لرونکې" نوماند د کاندیدیدو مخه نشي نیول کیدی، ځکه چې د هغه په وینا، اساسي قانون د کاندیدانو لپاره اړین شرایط ټاکلي. مازو د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "که نور شرایط اضافه شي، باید د اساسي قانون د تعدیل له لارې وي."

په وروستي کلونو کې، په ځینو ایالتونو لکه کالیفورنیا او نیو جرسي کې د دولت قوانینو د ولسمشرۍ نوماندانو ته اړینه کړې چې د خپلو مالیاتو ریکارډونه بربنډ کړي، هغه اقدام چې مازو وایي د ځینو له نظره غیرقانوني ګڼل کیږي.

مازو وویل، ددې ټولو سره سره ایالتونه نشي کولی ټرمپ په دې اساس له کاندیدیدو منع کړي چې د ولسمشرۍ نوماند باید جرمي ریکارډ ونه لري.

د امریکا د اساسي قانون د ۱۴ تعدیل په اړه بحث

د میسوري په پوهنتون کې د حقوقو پروفیسور فرانک بومن، وايي، د متحده ایالاتو د اساسي قانون د ۱۴ تعدیل دریم بند په زغرده وايي، هغه څوک چې په "خیانت" یا "بغاوت" تورن وي د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدیدو مخه یې نیول کیدی شي.

په اصل کې، دا بند د متحده ایالاتو د اساسي قانون په ۱۴ تعدیل کې پدې خاطر شامل شوې چې د متحده ایالاتو د کورنۍ جګړې - ۱۸۶۱ څخه تر ۱۸۶۵ پورې په بغاوت کې ښکیل کسان د ولسمشرۍ لپاره له کاندیدیدو څخه بې برخې کړي.

په وروستیو میاشتو کې، ځینو لیبرال ډلو ایالتونه هڅولي چې د ۱۴ تعدیل ددې بند په حواله د ۲۰۲۴ کال د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ټرمپ له ګډون څخه محروم کړي. دوی استدلال کوي چې ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه کې بغاون وهڅاوه او د هغه ملاتړو د متحده ایالاتو په کانګرس هغه وخت برید وکړ کله چې د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د جو بایډن د بریا د تائید غونډه روانه وه.

په هرصورت، د بومن په څیر کارپوهان استدلال کوي چې پر ټرمپ باندې هیڅ یو لګول شوی جنایي تور په بغاوت او تمرد کې د هغه د ښکیلتیا ادعا نکوي.

آیا ټرمپ زنداني کیدای شي؟

که ټرمپ مجرم وپېژندل شي، ښايي زندان په محکوم شي، خو د تیورۍ له مخې هغه به وکولای شي له زندان څخه خپل انتخاباتي کمپاین پرمخ بوځي.

بومن وویل: "د جنایي قوانینو له مخې، هغه یو فرد دی او له همدې امله، د بل هر چا په څیر، که چیرې په کوم جرم محکوم شي، هغه به د قانون له مخې په بند محکوم شي."

تر اوسه د امریکا هیڅ کوم پخوانی ولسمشر په بند محکوم شوی نه دی، خو په تېرو وختونو کې د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندانو خپل ټاکنیز کمپاینونه د زندان تر شا پرمخ وړي دي.

په ۱۹۲۰ کال کې، ایوجین دیبس، د سوسیالیست ګوند له خوا د ولسمشرۍ نوماند، پداسې حال کې چې د خیانت په تور زنداني شوی و نږدې یو میلیون رایې ګټلې وې. په ۱۹۹۲ کې، سیاسي فعال لینډن له روش، په داسې حال کې چې د درغلیو په تور زنداني شوی و، د ولسمشرۍ لپاره خپل ټاکنیز کمپاین یې د زندان د میلو تر شا ترسره کاوه.

ټرمپ ژمنه کړې چې په هر حالت کې به خپل ټاکنیز کمپاین ته دوام ورکړي. هغه د جون په میاشت کې د پولیټیکو مجلې سره په مرکه کې وویل: "هیڅکله به یې خوشې نه کړم."

که څه هم دا نه ده څرګنده چې د امریکا پخوانی ولسمشر به د مجرم کیدو په صورت کې په څو کاله بند محکوم شي، خو پولیټیکو مجلې اټکل کړی چې پر ټرمپ د لګېدلو تورونو او د دې تورونو د اعظمي سزا له مخې ښايي تر ۶۴۱ کلونو پورې په بند محکوم شي.

په هرصورت، وروستۍ پریکړه د قاضي په لاس کې ده چې د جرم د شدت، د تورن کس شخصیت او د عامه ګټو په ګډون د مختلفو عواملو په پام کې نیولو سره سزا صادروي.

ځینې حقوق پوهان استدلال کوي چې ټرمپ ښایي په تعلیقي بند یا په کور کې د نظارت په سزا محکوم شي، خو ځینې نور بیا وايي چې پخوانی ولسمشر به زنداني شي.

ایا ټرمپ کولی شي ځان معاف کړي؟

د ټرمپ د ولسمشرۍ په وروستیو ورځو کې کارپوهانو د ولسمشر د بخښنې د فرمان په اړه تاوده بحثونه وکړل.

د متحده ایالاتو ولسمشر دا واک لري چې هر هغه څوک چې په فدرالي جرمونو محکوم شوی وي وبخښي او ځینو اټکل کاوه چې ټرمپ ممکن د راتلونکي محاکمې څخه د مخنیوي لپاره د خپلې دورې تر پای ته رسیدو دمخه په پټه توګه د خپل ځان د بخښنې فرمان صادر کړي.

خو د جورج واشنګټن پوهنتون د حقوقو استاد جاناتن تورلي دا احتمال رد کړ او ویې ویل چې که ټرمپ دا ډول امر صادر کړی وای، ښايي د خپل ځان د دفاع لپاره به یې ډېر مخکې وړاندې کړی وای.

تورلي وايي، که ټرمپ د محکمې له پرېکړې مخکې د ولسمشر په توګه بیا وټاکل شي، کولای شي د ځان د بخښلو فرمان صادر کړي.

د ټرمپ له درېیو قضیو څخه د دوو لپاره د محاکمې غونډه د ۲۰۲۴ کال د مارچ او می په میاشتو کې ټاکل شوې ده، خو د محاکمې دمخه پروسې او نورو قانوني مسلو په پام کې نیولو سره ښایي د ټرمپ د محاکمې نیټه وځنډیږي.

له بلې خوا د ولسمشر له لورې د خپل ځان د بخښنې د فرمان صادرول هم بې ځوابه پاتې کیږي. د بومن په څیر حقوقي کارپوهان استدلال کوي چې د داسې حکم صادرول د اساسي قانون څځه سرغړونه ده، ځکه چې د هغه په وینا، "هیڅ څوک نشي کولی د خپل ځان قاضي اوسي."

سربیره پردې، د تورلي په وینا، حتی که ټرمپ د اجرائیوي فرمان له لارې ځان له فدرالي جنایی تورونو څخه معاف هم کړي، هغه به بیا هم د ایالتي محکمو له خوا د هغه تورونو په خاطر چې پر لګول شوي، محاکمه شي.