طالبان: Cpharm کمپني افغانستان کې د چرسو د پروسس کارخانه جوړوي

د چرسو بوټي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د Cpharm کمپني غواړي په افغانستان کې د چرسو د پروسس کارخانه جوړه کړي.

د یاد وزارت ویاند قاري سعید خوستي نن چهارشنبه نومبر ۲۴ (لېندۍ ۳) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې معینیت تیره ورځ په دې اړه د Cpharm کمپنۍ له نماینده سره وکتل.

نوموړي زیاته کړې: "د Cpharm کمپني غواړي په افغانستان کې د چرسو د پروسس کمپني جوړه کړي چې ورسره به په هیواد کې چرس یواځې همدې کمپنۍ ته ورکول کيږي چې دوی ترې دوا او یو ډول کریم جوړوي."

نوموړي زیاته کړې چې چرس به یواځې همدې کمپنۍ ته ورکول کیږي چې دوی ترې دوا او یو ډول کریم جوړوي.

ښاغلي خوستي د Cpharm د استازي له قوله ویلي: افغانستان کې په ۲۰ زره جریبه زمکه چرس کرل کيږي چې دوی ۳۰ زره جریبه چرسو ته اړتیا لري. د Cpharm غواړي د ۴۵۰ ملیون ډالره پانګونه وکړي."

نوموړي زیاته کړې چې د Cpharm کمپنۍ سره د قرارداد ټول مراحل بشپړ شوي او په لنډو ورځو کې به دا پروژه رسماًپيل شي چې ورسره به ګڼ شمیر هيوادوالو ته کار پيدا شي.

دا به لومړی ځل وي چې یوه کمپنۍ په افغانستان کې د چرسو د پروسس کارخانه جوړه کړي.خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې یاده کمپنۍ بهرنۍ او که کورنۍ ده.

د راپورونو په اساس په افغانستان کې سګريټ، نصوار، چرس، هیرویین او نور نشه یي توکي په ټیته بیه خرڅیږي حال دا چې په نورو هېوادونو کې دغه مواد په ګرانه بیه برابریږي.

همدارنګه ویل کیږي چې له درېو میلیونو نه ډېرو افغانانو پر نشو روږدي دي چې یو میلیون یې ماشومان او ۷ سلنه یې میرمنې دي.

په روږدو کسانو کې بیا ۱۱ سلنه پر اپینو، مورفینو او هیرئینو روږدي دي.

ویل کیږي چې پر نشو د روږدو کسانو زیاته برخه ځوانان دي.