د تورخم د لارې د بندېدو له امله د کرښې دواړو خواو ته په سلګونو مسافر بند پاتې

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې پاکستان سرحدي ساتوونکو د جمعې د شپې راهیسې د تورخم دروازه په یو اړخیز ډول ټړلې ده. (عکس ارشیف).

د تیرې شنبې د ورځې راهیسې د تورخم د دروازې د بندېدو له امله د کرښې دواړو غاړو ته د سلګونو مسافرو د بند پاتې کیدو سربیره په سلګونه بار وړونکي موټرې هم بندې پاتې دي، چې په کې بار میوې د خبرابېدو د خطر سره مخ دي.

په تورخم کې د افغانستان يو لارۍ چلوونکی عبدالله وايي، دا دی پنځمه ورځ ده چې د لواړګې او تورخم ترمينځ د غرونو په لمن کې په يخ موسم او بارانۀ کې په سلګونو لارۍ ولاړې دي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې هغه وویل، "نه د خوراک څښاک لپاره څه لرو او نه پرمخ د تګ څه چاره لرو، پر هغه سربېره مو په لاريو کې د سوداګرو ميوې هم خرابيږي. "

په تورخم کې يو افغان مسافر توريالی وايي، زیات شمېر کسان چې پکې ماشومان، ښځې او ناروغان هم شامل دي، افغانستان ته د تلو په انتظار دي. خو دا دی پنځمه ورځ ده چې لار بنده ده، له خلکو سره د خوړو لپاره پيسې نشته، "تر شنه آسمان لاندې په بارانۀ کې شپې سبا کوو. "

له امريکا غږ سره په خبرو کې هغه وويل، د پاکستان چارواکي باید پر دې تور سرو او ماشومانو لږ رحم وکړي او لاره خلاصه کړي.

په تورخم کې يو ځايي مدني فعال نصيب شاه شينواري وايي، د فبرورۍ پر ٢۵ هم په تورخم کې د افغانستان او پاکستان ځايي چارواکو او امنيتي ځواکونو ترمينځ خبرې اترې وشوې خو بې جوړجاړي پای ته ورسېدې.

د خيبر سوداګرۍ ګډې خونې يو پخوانی رئيس او سوداګر ظاهرالله وايي، تر څو چې د کابل او اسلام آباد ترمينځ په مستقل ډول کامياب مذاکرات ونشي تر هغو به د تورخم دروازه کله تړل کيږي او کله پرانستل کيږي.

هغه د فبرورۍ په ٢١ ( کب ٨) امريکا غږ ته ویلي وو په تورخم کې د دواړو خواوو د چارواکو خبرې تر هغو هېڅ پايلې نه شي لرلای چې ترڅو د دواړو غاړو حکومتونو هراړخيزې خبرې اترې نه وي کړي او د تورخم يا نورو دروازو لپاره یې یو مستقل حل نه وي رااېستلی.

د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د ټولنيزو علومو د پوهنې رئيس او شننونکی ډاکټر منظور مضطر اپرېدی وايي، د افغانستان په ٤٧ کلن جنګ کې دواړو خواوو ته پښتانه وځپل شول چې تعليم، صحت او کاروبارونو ته يې لوی زيان ورسېد.

له امريکا غږ سره په خبرو کې هغه زياته کړه، "بايد د افغانستان او پاکستان چارواکي په خپلو کې سره کښېني او د دواړو هېوادونو د ولس لپاره ښې پرېکړې وکړي."

د پاکستان امنیتي ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۱مه پورې غاړې ته د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د مورچو جوړولو پر سر د لانجې له کبله د تورخم دروازه وتاړله چې ورسره سم سوداګري ودرېده او دولتي دفترونه تړلي پراته دي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تورخم دروازه د فبرورۍ پر۲۱ (کب درېیم) د شپې پر لسو بجو تړل شوې ده.