د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي د پاکستاني چارواکو سره د تورخم د لارې د پرانیستلو په اړه خبرې کوي


دا لار نن د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۵( کب اووم) د څلورمې ورځې لپاره هم د هرډول تګ راتګ پرمخ تړلې پاتې شوې ده.
دا لار نن د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۵( کب اووم) د څلورمې ورځې لپاره هم د هرډول تګ راتګ پرمخ تړلې پاتې شوې ده.

طالبان وايي هڅه کوي چې د تورخم د لارې د پرانیستلو لپاره له پاکستاني مقاماتو سره خبرې وکړي. د ننګرهار په ولایت کې طالب چارواکي وايي چې په دې اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرو نتیجه نه ده ورکړې.

طالبانو ویلي چې پاکستاني سرحدي ساتونکو د فبرورۍ ۲۳( کب درېیم) د جمعې د شپې ۱۰ بجو راهیسې په یو اړخیز ډول د طالبانو د ځواکونو له خوا تورخم سره نږدې د امنیتي پوستو د جوړولو په غبرګون کې دا لار تړلې ده.

دا لار نن د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۵( کب اووم) هم د څلورمې ورځې لپاره د هرډول تګ راتګ پرمخ تړلې وه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۵ (کب اووم ) د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویلي چې ټاکل شوې نن د پاکستاني سرحدي چارواکو سره د تورخم د لارې خلاصون په اړه د خبرو لپاره د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی به له کابل څخه تورخم ته سفر وکړي.

دا پلاوی وروسته له هغه د پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره تورخم ته ورځي چې د دوشنبې په ورځ د پاکستاني سرحدي چارواکو سره تورخم د لارې د خلاصون په سر د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د والي د مرستیال مولوي عزیزالله مصطفی په مشرۍ د یو پلاوي خبرې بې پایلې پای ته ورسیدلې.

باختر اژانس د طالبانو د تورخم د کمیسار ملا عبدالجبار حکمت له قوله ویلي: " اسلامي امارت [ طالبانو حکومت] تل هڅه کړې چې د خبرو له لارې مسلې هوارې کړي او پاکستانی لوری هم باید د ولسونو د ستونزو په پام کې نیولو سره له بې‌ ځایه خنډونو جوړولو ډډه وکړي".

همداشان ملا عبدالجبار حکمت ویلي چې پاکستان له افغانستان څخه غواړي، چې د ډیورند فرضي کرښې ترڅنګ نوي تاسیسات جوړ نه کړي او هم مهاله باید د طالبانو حکومت د پاکستان له خوا د تاسیساتو جوړېدو مخنیوی ونه کړي " هغه غوښتنه چې د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] له خوا رد شوې او د همدې پرېکړې په غبرګون کې پاکستان د تورخم دروازې له پرانیستلو ډډه کړې".

تراوسه د پاکستان حکومت د تورخم د لارې د تړلو او د طالبانو د کمیسار ملا عبدالجبار حکمت د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د لارې د بندیدو له امله د کرښې دواړو غاړو ته سلګونه موټرې بند پاتي او عام خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

یو شمیر عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل چې د ناروغانو په ګډون په سلګونو مسافر د سرحد دواړو غاړو ته د لارې د پرانیستلو شیبې شماري.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوي تصویرونو کې لیدل کیږي چې د سرحد دواړو خواو ته د ناروغانو په ګډون په سلګونو کسان بند پاتې دي.

طالبانو د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خلکو غوښتي چې د لارې د پرانیستلو په تړاو د بل اعلان تر وخته دې دغې سرحدي سیمې ته د سفر څخه ډډه وکړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستانی د تورخم لار د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د امنیتي تاسیساتو د جوړیدو له امله تړل کیږي. په تیر کې هم دغه لار د دواړو خواو ترمنځ د نښتو وروسته څو ځلې بنده شوې ده، خو دا ځل د کومې نښتې پرته تړل شوې ده.

د تورخم پر لار نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هره ورځ په زرګونو کسان تګ راتګ کوي، بلکې دا لار د افغان سوداګرو له خوا د پاکستان د کراچۍ بندر څخه د ترانیزیټي مالونو د انتقال لپاره هم کارول کیږي.

ددې سربیر ه دا لار د پاکستان او منځنۍ اسیا د هیوادنو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټي مالونو د انتقال لپاره هم کارول کیږي.

دا په روان ۲۰۲۵ کال کې لومړی ځل دی چې د تورخم لار د هرډول تګ راتګ پرمخ تړل کیږي، تیرکال دا لارڅو ځلې د ورته ستونزو او د سرحد په اوږدو کې د دواړو خواو ترمنځ د نښتو له امله تړل شوې وه.

ددې دمخه یو شمیر افغان او پاکستاني سوداګرو امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي وو چې د دغې لارې د بندیدو له امله د سرحد دواړو خواو ته د دعامو وګړو سربیره سوداګرو ته هم زښت زیات مالي زیان رسیږي.

د تورخم پر لار نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هره ورځ په زرګونو کسان تګ راتګ کوي، بلکې دا لار د افغان سوداګرو له خوا د پاکستان د کراچۍ بندر څخه د ترانیزیټي مالونو د انتقال لپاره هم کارول کیږي.

ددې سربیر ه دا لار د پاکستان او منځنۍ اسیا د هیوادنو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټي مالونو د انتقال لپاره هم کارول کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG