امریکا غیرقانوني مهاجرینو ته د اخراج په ګډون د سزاګانو ګواښ کړی

د غیر قانوني کډوالو پر وړاندې د امریکا د کډوالو او د ګمرکونو د ادارې اقدام

د غیر قانوني کډوالو پر وړاندې د امریکا د کډوالو او د ګمرکونو د ادارې اقدام

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۴) خبرداری ورکړ هغه خلک چې په غیرقانوني توګه دې هیواد ته ننوځي، د نیولو او شړلو په ګډون به له سزاګانو سره مخامخ شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په خپل فیسبوک پاڼه کې په فارسي ژبه په یو خپور کړي پیغام کې لیکلي دي: "متحده ایالاتو ته غیرقانوني راتګ به شړلو، نیولو او په راتلونکي کې د ویزې د شرایطو د درلودلو لپاره دایمي پایلې ولري."

په دې پیغام کې دا هم راغلي: "هغه کسان چې په غیرقانوني توګه متحده ایالاتو ته راځي، د زندان او شړلو له سزا سره مخامخ شي. د یو ګران او خطرناک سفر پیل کول به تاسو زنداني کړي او یا ستاسو په ریکارډ کې د متحده ایالاتو د قانون څخه سرغړونه به د تل لپآره ثبت شي او تاسو به بیرته هغه ځای ته واستول شئ چې ترې راغلي یاست."

تر دې دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب ۱۵) د یو بیان په خپرولو سره پر هغو بهرنیو مقاماتو چې امریکا ته د غیر قانوني مهاجرت زمینه برابروي، د ویزې نوي محدودیتونه اعلان کړل.

روبیو په دې بیان کې ویلي: "نن د ویزې د محدودیت نوې پالیسي چې د کډوالۍ او ګمرکونو مقامات، د هوایی ډګرونو او بندرونو چارواکي او نور چې ګمان کیږي متحده ایالاتو ته د غیرقانوني کډوالۍ اسانتیا برابروي اعلانوم."

د غیر قانوني کډوالۍ مخنیوی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی. ټرمپ د خپلې دویمې دورې واکمنۍ په لومړۍ ورځ د امریکا په جنوبي پولو کې بېړنی حالت اعلان کړ او د امریکا – مکسیکو پولې ته د ناقانونه کډوالو د ننوتلو د مخنیوي لپاره یې زیاتې سرچینې وکارولې.

روبیو په بیان کې ویلي چې د متحده ایالاتو د سرحدونو خوندي کول د "خوندي، قوي او سوکاله امریکا" د جوړولو لپاره حیاتي دي. هغه ویلي، "د مهاجرت په لارو کې پراته هیوادونه باید د هغو بهرنیانو د تګ راتګ په مخنیوي او منع کولو کې خپل رول ولوبوي چې هڅه کوي په غیر قانوني توګه متحده ایالاتو ته داخل شي."
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې نوې پالیسي موجودې پالیسۍ بشپړوي چې په ۲۰۲۴ کې نافذ شوي ترڅو د خصوصي سکتور چلونکي په نښه کړي کوم چې هغه مهاجرینو ته چې په غیر قانوني توګه متحده ایالاتو ته د ننوتلو په لټه کې دي ترانسپورت او سفر چمتو کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا عملیات به تر هغه دوام وکړي تر څو چې مقامات د غیر قانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره شته پالیسي او قوانین په بشپړه توګه پلي کړي. په اعلامیه کې راغلي: "کله چې د ملي امنیت د ګټو د دفاع موضوع مطرح شي، امریکا به په شا نه شي."