شریف: عمران خان په پاکستان کې کورنۍ جګړې ته لمن وهي

شهباز شریف او عمران خان

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د دغه هېواد مخکنی صدراعظم عمران خان د پاکستان په خلاف په «توطیه جوړولو» تورن کړی او ویلي دي‌ چې په ضد به یې قانوني اقدامات وکړي.

عمران خان تېره ورځ په ایبټ اباد کې په یوې غونډې کې یو ځل بیا په امریکا او د پاکستان په داخل کې ځینې کړۍ تورنې کړې چې د هغه د حکومت په پرځولو کې یې لاس درلوده.

امریکا او په پاکستان کې د عمران خان ضد سیاسي ګوندونو دا ادعا بې اساسه بللې.

د پاکستان نوی صدراعظم شهباز شریف د خان تازه څرګندونې د پاکستان خلاف «توطیه بللې» او ویلي دي چې هغه د دغه هېواد حکومت او قوانین تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

د ښاغلي شریف د ګوند «مسلم لیګ نواز» په رسمي ټویټر کې د هغه له قوله لیکل شوي‌ دي: « عمران نیازی سیاست نکوي،‌ بلکې توطیه کوي او د پاکستان ضد توطیه کوي.»

ښاغلي شریف همدغه راز عمران خان تورن کړی دی چې د پاکستان «اقتصاد یې ډوب کړ او اوس کورنۍ جګړې ته لمن وهي».

نوموړي ویلي دي‌ چې د عمران خان په ضد به قانوني اقدامات کوي خو نه دي ویل شوي‌ چې څنګه.

عمران خان څه موده مخکې د پاکستان د سیاسي ګوندونو د ایتلاف په پایله کې په پارلمان کې سلب صلاحیت او حکومت یې ړنګ شو او شهباز شریف یې په ځای د پاکستان نوی صدراعظم وټاکل شو.

سیاسي‌ګوندونه عمران خان تورنوي چې په خپلې واکمنۍ کې یې د پاکستان اقتصاد هم خراب کړ او له ځینو هېوادونو سره یې روابط هم کړکیچن کړل، خو ښاغلی خان دا تورونه ردوي.