ملګري ملتونه: د ۲۰۲۴ کال وروستیو دریو میاشتو کې له ۹۸۳ زرو څخه زیات افغان کډوال وطن ته ستانه شوي

د مهاجرت نړیوال سازمان د ایران د حکومت د چارواکو له قوله ویلي چې دا هیواد پلان لري چې د روان کال د مارچ تر میاشتې دوه میلیونه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه کړي. ( عکس ارشیف).

د مهاجرت نړیوال سازمان وايي چې د تیر ۲۰۲۴ کال په وروستیو دریو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه ۹۸۳۵۵ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي او په همدې موده کې ۷۴۰۳۵۶ تنه نور له دغه هیواد څخه دغو دوو هیوادونو ته کډه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د پنجشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۲۳ (سلواغې څلورم) په یو راپور کې ویلي چې دغه سازمان په دې موده کې د ۷۶۴۱۴ ستنو شویو کډوالو سره هم له ګاونډیو هیوادونو د ستنیدلو پر مهال د ستنیدلو د علتونو په اړه خبرې کړي دي.

دغه سازمان ویلي: "دا شمیرنې د ایران د اسلامي جمهوریت او پاکستان د سرحد په مختلفو نقطو کې راټولې شوي دي. ټولې سرحدي نقطې په دوو کتګوریو کې شاملیږي: هغه نقطې چې د ملي لویو لارو سره وصلیږي او یا د تګ راتګ عمده لارو سره نښلول کیږي، چې په کې اسلام قلعه، میلک، سپین بولدک او تورخم او هم هغه لارې چې ملي لویو لارو سره نه دي نښلیدلې، چې په کې د ابو نصر فراهي، بهرامچه، انګور اډه، غلام خان، ناصر پوسته او پټان شامل دي".

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې اوس مهال په ایران او پاکستان کې نږدې شپږ میلیونه افغان کډوال اوسیږي.

دغه سازمان ویلي: "په داسې حال کې چې د سرحد په اوږدو کې تګ راتګ په دوامدار ډول د اقتصادي، روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي، کورنیو ترمنځ د لیدنو او امنیت د عواملو پورې تړاو لري، په ۲۰۲۴ کال کې د تعریف شویو پالیسو، د چارواکو د بیانونو او په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو عامه احساسات له دغو هیوادونو د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه کوي".

په دغه راپور کې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو د اقداماتو یادونه شوې او ویل شوي چې دغو اقداماتو په تیر ۲۰۲۴ کال کې هم دوام درلود. په دې راپور کې له ایران څخه د روان ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتې د دوو میلیونو افغان کډوالو د ایستلو په اړه د ایران د حکومت د پلان یادونه هم شوې او ویل شوي چې ایران اسلامي جمهوریت کې په دې نوښت هم کار روان دی چې هرکال په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو شمیر کې ۱۰ فیصده کموالی راولي.

په دې راپور کې د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې د افغان کډوالو پر اوسیدانې باندې د بندیز یادونه هم شوې ده.

دمخه د مهاجرت نړیوال سازمان د جنورۍ ۱۶ (مرغومې ۲۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي وو چې له ایران چې په تیر ۲۰۲۴ کال کې ۱.۲ میلیونه افغان کډول له دغه هیواد څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان ویلي وو چې د افغانستان او ایران په ګډ سرحد کې ددغه سازمان له خوا ټول ثبت شوي کسانو په ایران کې د اوسیدلو اسناد نلرل او ددغه شمیر ۶۷ فیصده یې په جبري ډول له دغه هیواد څخه افغانستان ته شړل شوي وو.

دغه سازمان ویلي: "د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د ډسمبر تر میاشتې آی او ایم له ایران څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو ۱.۲ میلیونو څخه زیات کسان ثبت کړي، چې ۶۷ فیصده یې په جبري ډول ستانه کړای شوي وو".

همداشان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (یو این ایچ سي ار) وايي چې له اسلام اباد څخه د افغانانو د ایستلو د پلان له مخې، پاکستان په لسګونو داسې کسان هم شړلي چې ددغې ادارې لخوا اسناد ورکړل شوي وو.

د جنوري په لومړیو دوو اونیو کې له اسلام اباد څخه ۲۸۵ کسان شړل شوي دي. د یو این ایچ سي ار د پاکستان د برخې مسئولې فلیپا کېنډلر د جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۷)، امریکا غږ ته وویل چې د شړل شویو کسانو له جملې څخه ۸۰ کسانو د یو این ایچ سي ار د کډوالۍ ابتدايي اسناد لرل.

د کېنډلر په خبره، دا ابتدايي اسناد که څه هم افغانانو ته حقوقي پوښښ نه ورکوي، خو ښيي چې د کډوالۍ قضیه یې تر غور لاندې ده او یا هغوی په بل هېواد کې ځای پر ځای کېدو ته په تمه دي.

کېنډلر وویل چې پاکستاني مقاماتو د ښه نیت له مخې، پخوا د داسې کډوالو له شړلو څخه ډډه کړې ده چې د کومې ادارې لخوا د کډوالۍ اسناد ورکړل شوي دي.

په پاکستان کې د ترهګرۍ د پيښو له زیاتېدو سره، د ۲۰۲۳ د اکتوبر راهیسې ددغه هېواد په سطحه د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو شړل پیل شوي دي. کېنډلر زیاته کړه چې "موږ کولای شو د خپلو اسنادو په مرسته افغانان خوشې کړو."

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې راهیسې چې پاکستان له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی، تراوسه له ۸۰۰ زرو څخه زیات افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.