قمي د ایران ملي سرود دغږیدلو پرمهال د طالبانو چارواکي نه پاملرنې ته غبرګون ښودلی

افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي کاظمي قمي ویلي چې د موسیقۍ د غږولو په بهانه دپلوماتیکو اصولو ته نه درناوی د شریعت د مبادي له مخې معنا او مصداق نلري.

په پاکستان کې د دغه هیواد ملي سرود ته د درناوي لپاره د طالبانود دپلوماتانو نه دریدلووروسته په تهران کې هم په یوه غونډه کې چې ددغه هیواد جمهور رئیس هم په کې ګډون کړی وو، د طالبانو استازي د ایران د ملي سرود د غږولو پرمهال دغه سرود ته د درناوي لپاره له دریدلو ډډه کړې چې ایراني چارواکو ورته تُند غبرګون ښودلی دی.

افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي د جمعې په ورځ سپټمبر ۲۰ ( وږي ۳۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه د طالبانو د دپلومات دغې کړنې ته په غبرګون کې ویلي چې د موسیقۍ د غږولو په بهانه دپلوماتیکو اصولو ته نه درناوی شرعي مبدا نلري.

کاظمي قمي لیکلي: " د موسیقۍ د غږولو په بهانه دپلوماتیکو اصولو ته نه درناوی د شریعت د مبادي له مخې معنا او مصداق نلري، که چیرې داسې وو، استماع هم په کې شامیلیدله."

د ایران د اینسا خبري اژانس د راپور له مخې د پنجشنبې په ورځ سپټمبر۱۹ (وږي ۲۹) د طالبانو استازي د اسلامي وحدت ۳۸ غونډې ته چې د ایران جمهور رئیس مسعود پزشکیان هم په کې ګډون درلود بلل شوي وو. خو کله چې د دې غوندې پرانیستې غونډې ته د ایران ملي سرود وغږول شو د طالبانو استازی چې په راپور کې یې نوم نه دی ښودل شوی، ملي سرود ته د درناوي لپاره له خپل ځای جګ نشو.

ایراني رسنیو کې ځینو نورو ایراني چارواکو او دیني عالمانو هم د طالبانو ددغه دپلومات دغې کړنې ته پراخه غبرګونونه ښودلي دي.

ددې دمخه د پاکستان د پیښور په ښار کې په یوه رسمي غونډه کې چې د سپتمبر په ۱۷ (وږي ۲۷) د پاکستان د حکومت له خوا د اسلام د پیغمبر د زوکړې د کلیزې په مناسبت د "رحمت اللعالمين کنفرانس" په نوم جوړ شوی وو او د خيبر پښتونخوا ایالت د اعلی وزير علي امين ګنډه پوراو نورو پاکستانيو چارواکو په کې ګډون کړی وو په پېښور کې د طالبانو د حکومت سرپرست سرقونسل حافظ محب الله شاکر دغه سرود ته د دریدلو ډډه کړې وه.

په دغه کنفرانس کې د پاکستان د ملي سرود د غږېدو پر مهال په تالار کې ناست ټول کسان د ملي سرود د درناوي لپاره ودریدل، خو شاکر او له هغه سره ناست يو بل طالب چارواکی د سرود د غږیدلو تر پايه پر خپلو څوکيو ناست پاتې شو او د درناوي لپاره ونه دریدل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ددې اقدام په غبرګون کې په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د پنجنشبې په ورځ سپتمبر ۱۹ (وږي ۲۹) خبریالانو ته وویل چې په دې اړه یې کابل کې د طالبانو حکومت ته خپل شکایت وړاندې کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې د پیښې په تړاو په اسلام اباد کې د افغانستان شارژدافیر احمد شکیب احضار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د ګاونډي هېواد ملي سرود ته دا ډول بې احترامي د دپلوماتیکو نورمونو خلاف کار بللی دی

میرمن بلوڅ وویل چې په دې اړه په پیښور کې د طالبانو د دپلوماتانو وضاحت هم ورته د منلو نه دی.

میرمن بلوڅ وویل: " موږ باور لرو چې د هغه دا عمل د پاکستانیانو احساس مجروح کړي دي. مونږ افغان مقاماتو[طالبان] ته خپل قوي احتجاج استولی دی او مونږ په دې باور یو چې دا د هر وګړي لپاره چې په پاکستان کې دپلوماتیک ماموریت لري ډیره مهمه ده چې د پاکستان ملي سرود ته درناوی وکړي کوم چې د پاکستان د دولت سمبول دی".

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د بیاواکمن کېدو راهیسې، له شریعت څخه د خپل تفسیر له مخې، د موسیقۍ په غږولو بندیز لګولی دی.

په کابل کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې، د افغانستان او پاکستان اړیکې خړې پړې شوي دي. اسلام اباد تور لګوي چې د کابل نوي واکمنان د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي. خو د طالبانو حکومت دا تورونه په پرله پسې ډول رد کړي دي.