د ایران ولسمشر په خپل لومړي بهرني سفر عراق ته ځي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

د فرانسې خبري اژان د یکشنبې په ورځ سپتمبر اتم (وږي ۱۸) د ایراني‌ رسنیو له قوله راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د جولای په میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته په خپل لومړي بهرني سفر کې د چهار شنبې په ورځ عراق ته ځي.

ټاکل شوې چې پزشکیان د یو لوړپوړي ایراني هیات په مشرۍ عراق ته د خپل سفر پر مهال د هغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره لیدنې وکړي.

د ایرنا خبري اژانس په بغداد کې د ایران د سفیر محمد کاظم الصادق له قوله ویلي، چې دا سفر د عراق د صدراعظم محمد شیاع السوداني په بلنه ترسره کېږي.

الصادق بغداد ته د ایران د ولسمشر د سفر په اړه زیات معلومات نه دي‌ ورکړي خو ویلي یې دي چې دواړه هیوادونه به د ګډو همکاریو او امنیت په برخو کې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي.

هغه وویل چې ټاکل شوې وه دغه تفاهم لیکونه عراق ته د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي د یو پلان شوي سفر په ترڅ کې لاسلیک شي.

پزشکیان واک ته له رسېدو راهیسې تل ټینګار کړی چې د ایران له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو ټینګول یې په لومړیتوب کې ځای لري.

ایران او عراق چې د وګړو اکثریت یې شیعه مذهبي دي په تېرو دوو لسیزو کې خپلمنځي اړیکې ډېرې نېږدې کړې دي. تهران د بغداد یو له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی او په دغه هیواد کې د پام وړ سیاسي نفوذ لري. د عراق د اوسني حکومت چارواکي او د پارلمان زیات شمېر غړي د ایران متحدین ګڼل کېږي.

دواړو هېووادونو د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې څو میاشتې وروسته له هغې چې ایران د عراق په شمال کې د کردانو پر مخالفو ډلو برید وکړ د خپلو ګډو پولو د ساتنې لپاره امنیتي تړون لاسلیک کړ. دوی توافق کړی چې د ایراني کرد یاغیانو ډلې بې وسلې کړي او له سرحدي سیمو څخه یې وباسي.

تهران دغه ډلې له عراق څخه د وسلو په واردولو او په ۲۰۲۲ کال کې د ایرانۍ - کردۍ مېرمنې مهسا امیني له وژل کېدو وروسته په ایران کې په لاریونونو تورنوي.

ایران د جنوري په میاشت کې د عراق په شمال کې د کردستان پر خودمختاره سیمه باندې وژونکی برید وکړ. ایراني چارواکو وویل چې هغه ځای یې په نښه کړی دی چې "د صهیونیسټي رژیم (موساد) جاسوسانو" لخوا کارول کېږي.

د ایراني کردانو یوې جلا وطنې ډلې د شنبې په ورځ وویل چې د دوی یو فعال بهزاد خسروي د عراق په شمالي ښار سلیمانیه کې نیول شوی او "ایراني استخباراتو" ته سپارل شوی دی.

د اسایش سیمه‌ییزو امنیتي‌ ځواکونو وویل چې خسروي په کردستان کې د اوسېدو د اسنادو د نه درلودلو له امله نیول شوی دی او له سیاسي فعالیتونو سره یې د هغه تړاو رد کړ