پمپیو ایران د خپل ولس په وړاندې په دوه مخي سیاست تورن کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ایران حکومت د خپلو خلکو په وړاندې د دوه گوني سیاست پر مخ بیولو تورن کړی دی.

ښاغلي پمپیو په یو ویدیويي پیغام چې د شنبې په ورځ خپور شوی ویلي د ایران د واکمن رژیم دوه مخی سیاست تر دې حده دی چې د هغو خلکو کورنیو ته چې پخپله حکومت وژلي دي د ویر مراسمو اجازه نه ورکوي، خو د قاسم سلیماني لپاره درې ورځنی عمومي ماتم اعلانوي.

ښاغلي پمپیو همداشان زیاته کړې چې د سپاه پاسداران ایران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني لاسونه د امریکایانو په وینو لړلي دي.

همداشان ښاغلي پمپیو پداسې حال کې چې د جگپوړي ایراني جنرال قاسم سلیماني د له منځه وړلو په هکله یې د ښاغلي ټرمپ پریکړه ستایله پر اروپايي هیوادونو یې نیوکه وکړه چې مرستندوی نه دي.

ښاغلی پمپیو وايي "دومره ویل کفایت کوي او د امریکا ولس باید پوه شي، د ولسمشر ټرمپ لخوا د قاسم سلیماني د له منځه وړلو په پریکړې سره، د ډېرو امریکایانو ژوند وژغورل شو. "

له بلې خوا د شنبې په ورځ (جنورۍ ۴) په عراق کې د ایران د وژل شوي جګپوړي جنرال قاسم سلیماني د ویرمراسم ترسره شول. په دغو مراسمو کې د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي هم ګډون کړی و.

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ډلې مشر قاسم سلیماني د جمعې په ورځ د بغداد هوايي ډګر ته څیرمه د امریکا په هوايي برید کې ووژل شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۹ کال په اپریل کې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې په عراق کې د ۶۰۳ وژل شویو امریکایانو د وژنې مسولیت د قدس ډلې په غاړه دی او دغه ډله یې د ترهګرو په لست شامله کړه.

Your browser doesn’t support HTML5

پمپیو ایران د خپل ولس په وړاندې په دوه مخي سیاست تورن کړ

د ایران ولسمشر حسن روحاني د قاسم سلیماني کورنۍ سره په لیدنه کې وویل چې امریکا لویه تیروتنه وکړه. ښاغلی روحاني وايي: "هغوی (امریکا) پوه نه شول چې څه لویه تیروتنه یې وکړه، کومه تیروتنه چې هغوی کړې ده اثر به یې نه یوازې نن، بلکې په راتلونکو کلنو کې وګوري. "

د سلیماني تر وژل کیدو وروسته نړیوال په تمه دي چې آیا ایران به ځواب ورکړي، ځکه مشرانو یې د غچ اخیستو ګواښ کړی دی.

د روانې اونۍ په پیل کې امریکا سیمې ته ۷۵۰ اضافي سرتیري واستول، دفاعي چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې نور ۳۰۰۰ سرتیري به هم منځني ختیځ ته ولیږل شي.