روحاني: که امریکا موافقه فسخ کړي، پښیمانه به شي

حسن روحاني نن په په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې ایران د ټرمپ هر ډول پریکړې ته بشپړ چمتو دی.

د ایران ولسمشر نن یکشنبې وویل که متحده ایالات د ایران او شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د شوې اتومي معاملې نه ووځي، پر خپلې پریکړې به پښېمانه شي.

ولسمشر حسن روحاني وویل "مونږ ټولې نړۍ؛ امریکا، اروپا، ختیځ او لویدیځ ته وایو؛ مونږ به د خپل هیواد په وسلو او دفاعي چارو کې د هیچا سره مذاکرې ونه کړو. موږ چې هرې وسلې او توغندي ته اړتیا لرو، هغه جوړوو او ذخیره کوو یی".

یوازې یوه اونۍ پاتې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ د ایران او د نړۍ د شپږو هیوادونو ترمنځ د موافقې د فسخ کولو او یا غزولو پریکړه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې امریکا د خپلو اروپایي متحدینو سره په دې معامله کې د بدلونونو په اړه په خبرې کوي، او ولسمشر ټرمپ به د مې د میاشتې په دولسمه نیټه خپله پریکړه اعلان کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ د امریکا کانگرس او اروپایي متحدینو ته د مې تر دولسمې نیټې پورې وخت ورکړی چې د ایران په اتومي معاملې کې اصلاحات راولي کنې امریکا به ورنه ووځي.

له دې معاملې څخه د امریکا وتل په ایران باندې د هغو بندیزونو د بیرته لگولو سبب شي چې د 2015 کال د جون د میاشتې راهیسې لغوه شوي دي.

خو حسن روحاني دې بندیزونو ته په اشارې وویل چې هیڅ نشي کیدلی. هغه زیاته کړه "راتلونکې اونۍ به زمونږ په ژوند کې هیڅ بدلون رانشي. که ولسمشر ټرمپ هر ډول پریکړه وکړي، موږ پلانونه ورته جوړ کړي او د مقاومت لارې مو سنجولې دي".

د ولسمشر ټرمپ د حقوقي تیم نوی غړی او د نیویارک پخواني والي روډي جولیاني پرون په واشنگتن کې وویل چې امریکا باید نه یوازې د ایران سره د اتومي معاملې څخه ووځي بلکې په هغه هیواد کې د رژیم د بدلیدو په اړه هم کار وکړي.

ښاغلي جولیاني زیاته کړه "زه له لسو یا ډیرو کلونو راهیسې په ایران کې د رژیم د بدلون ملاتړی یم او ملاتړ به یې کوم. دا په منځني ختیځ کې د سولې یوازنۍ لاره ده."

د ایران سره اتومي موافقه د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال لاسلیک شوې وه. ایران پهدې موافقه کې منلې ده چې د نړیوالو بندیزونو د فسخ کولو په بدل کې به خپل اټومي فعالیتونه محدودوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د جرمني صدراعظمې انګلامرکل د اپریل میاشتې په وروستیو کې په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره په جلا جلا کتنو کې له تهران سره د اټمي موافقې په اړه خبرې وکړي. د فرانسې او جرمني په څیر بریتانیا هم له واشنګټن څخه غواړي چې له دې موافقې څخه دې نه وځي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن به نن یکشنبې د دوه ورځني سفر لپاره واشنګټن ته ورسېږي. ښاغلی جانسن به د متحد ایالاتو له مرستیال ولسمشر مایک پینس، د ملي امنیت له سلاکار جان بولټن او د کانګرس له غړو سره د ایران د اټومي موافقې په اړه به خبرې وکړي.